د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

پر سرينا هوټل بريد پايته ورسېد


پوليس هوټل ته نژدې د بريد په ساحه کې
پوليس هوټل ته نژدې د بريد په ساحه کې
افغان پوليس وايي امنيتي ځواکونو څلور وسلوال طالبان چې د کابل په سرينا هوټل کې يې حمله پيل کړې وه، ووژل.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وويل، درې ټپيان روغتون ته انتقال شوي، چې دوه په کې امنيتي ساتونکي او بل يې د هوټل بهرنى کارکوونکى و.

ويل کېږي په هوټل کې دېره نورو کسانو ته زيان نه دى اوښتى.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد چې د حملې مسووليت يې منلى وايي، په بريد کې يې په هوټل کې دېره ګڼ بهرني او افغان اتباع وژلي، چې د نوروز د جشن لپاره راغونډ شوي وو.

سرينا د کابل په زړه کې يو له خوندي هوټلونو ګڼل کېږي.

مخکنى راپور:

وسلوالو کسان د کابل په زړه کې پر سرينا هوټل چې ارګ ته څېرمه پروت دى بريد کړى دى.
يوه مېرمن چې له نورو مېلمنو سره يوه خوندي ځاى ته انتقال شوې وه، رويټرز اژانس ته وويل، چې دغه ډزې ظاهراً د هوټل په رستورانت کې شوې دي.

کلونه مخکې هم پر دغه هوټل وسلواله حمله شوې وه.
سرينا د کابل له هغو هوټلونو څخه دى چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي او نور بهرنيان په کې اوسېږي.
XS
SM
MD
LG