د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

کابل: د نوي کال ورځې به په بشپړه امنیتي فضا کې تیرې شي


د کابل امنیتي چارواکي ډاډ ورکوي، چې په دغه ښار کې به د نوي کال ورځې په بشپړه امنیتي فضا کې تیرې شي.

د کابل د امنیې قوماندانې د جنایې جرمونو سره د مبارزې ریس د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د دې ورځې لپاره یې بشپړ امنیتي تدابیر نیولي او خلک کولای شي په دې ورځ له ویرې پرته تفریح وکړي.

د نوروز له رسیدو سره سم خلک په کابل ښار او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې تفریح ځایونو ته ځي او میلې کوي خو امنیتي اندیښنې هغه څه دي چې خلک یې په دې برخه کې زړه نا زړه کړي دي.

خو په کابل کې امنیتي چارواکي وایي، چې د دې ورځې لپاره یې جدي تدابیر نیولي او خلک کولای شي په ډاډه زړه تفریح ځایونو ته ولاړ شي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنایې جرمونو سره د مبارزې ریس سید ګل اغا هاشمي د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې په دې اړه وویل:

″د کابل ښار ټولو ښاریانو ته اطمینان ورکوو چې د کابل د امنیې قوماندانۍ پولیسو د خپلو نورو امنیتي ارګانونو په کومک سره یوځای د نوروز جشن په مناسبت ځانګړي تدابیرنیولي.

ټولو ښاریانو ته ډاډ ورکوو چې دوی کولای شي د نوروز جشن او د نوي کال خوشحالي په هغو ځایونو کې چې ددوی د میلو لپاره ترتیب شوي په ارامه فضا او ډاډمن امنیت سره پیل کړي.″


د کابل ښار یوشمیر اوسیدونکي وایی، چې له امنیتی اندیښنو سره سره دوی نوي کال ته خوښ دي او کوښښ کوي چې تفریحي سیمو ته ولاړ شي اودا ورځ په خوښۍ تیره کړي.

خو ډیری کورنې شته چې د احتمالي امنیتي پیښو له ویرې یا په دې ورځ چیرې نه ځي اویاهم که تفریحي ځایونوته ورځي نو ویره ورسره وي.

د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکو ازادی راډیو ته وویل چې دوی په امنیتي ځواکونو ډاډمن دي خو وایی چې امنیتی ځواکونه باید تل د ځانګړو ورځو په څیر امنیتی تدابیر جدي ونیسي.

ټاکل شوي د نوروز رسمي کلنی جشن د ایران ،تاجکستان ،ترکمنستان او د سیمې د نورو زون د هیوادونو د استازو په ګډون د حمل په اوومه په کابل کې جوړ شي خو د نوي 1393 لمریز کال پیل د جمعې د ورځې څخه ده، چې خلک ورته ډيرخوښ دي او هیله لری چې په دې ورځ امنیتی پیښې ونه شي.
XS
SM
MD
LG