د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

فوزي ترکمنستان ته د سولې د شورا د پلاوي سفر ګټور بولي


د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، ترکمنستان ژمنه کړې چې کولې شي د افغان حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د سولې د خبرو اترو کوربه توب وکړي.

د دې شورا یو مسوول حبیب الله فوزي نن ( پنجشبه) آزادي راډیو ته وویل، چې د سولې د عالي شورا یو پلاوی د دوشنبې په ورځ ترکمنستان ته د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په بلنه سفر کړې څو د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې ورسره وکړي.

فوزي دغه سفر په افغانستان کې د سولې راوستو په برخه کې ګټور بولي.

له حبیب الله فوزي سره دغه مرکه په کابل کې د آزادي راډیو خبریالې جمیلې ظریف کړې او په پیل کې یې ورنه د دې سفر د هدف په اړه پوښتلي دي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:50 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG