د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۱۷

په افغانستان کې روغتیايي اسانتیاوو ته د لاسرسي په اړه اندېښنې


د روغتیا په برخه کې دوو نړېوالو سازمانونو په افغانستان کې روغتیايي اسانتیاوو ته د لاسرسي په اړه اندېښنه ښوولې ده.

د سره صلیب نړېواله کمیټه وايي، چې دا مهال د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې خلک لومړنیو صحې خدمتونو ته لاسرسۍ نه لري.

په عین حال کې د بې پولي ډاکټرانو روغتیايې سازمان وايي، چې په افغانستان کې د روغتیا برخه کې د دوولس کلنو هڅو سربېره، روغتیايي وضعیت کې د پام وړ ښه والی نه دی راغلی.

له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې یو شمېرخلکو هم شکایت کړی، چې په لیرو پرتو سیمو کې روغتیايي خدمات نشته، یو شمېر میندې او ماشومان د ناروغۍ پر مهال مري.

که څه هم په تیرو شاوخوا دولسو کلونو کې د نړېوالې ټولنې یوه د پام وړ برخه مرستې د روغتیا په خدماتو لګیدلي یو شمېر نړېوال سازمانونه وايي، د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو په رسولو کې ستونزې لري.

د سره صلیب نړېواله کميټه پرافغان حکومت انتقاد کوي، چې ویې نشوای کړای ټولو خلکو ته معیاري روغتیايي خدمات ورسوي.

د دې کمیټې د صحې خدماتو د برخې مسول پرویز حبیب زي ازادي راډيو ته وویل، په ډيرو مواردو کې له صحې پروژو څخه سمه څارنه نه کیږي.

نوموړي وویل، چې پنځوس فیصده ولایتونو کې روغتيايي خدمات سم نه رسیږي:

″د عامې روغتیا وزارت د روغتیايې اسانتیاو د رسولو په برخه کې ډيرې ستونزې لري، پنځوس فیصده په ولایتونو کې خدمات په سم ډول نه رسیږي او ۱۳ ولایتونه لومړنیو صحې خدماتو ته لاسرسۍ نه لري.″

له بلې خوا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندق یا یونیسف بیا په لیرو پرتو سیمو کې د صحي کار کوونکو او کلینیکونو کمښت عمده ستونزه یادوي.

په کابل کې د دې ادارې ویاند عزیز فروتن ازادۍ راډيو ته وویل، چې د روغتیايې اسانتیاو کموالی د دې سبب شوی چې په هرو سلو زرو ولادتونو کې څلور سوه شپیته میندې ومري:

″دا مهال د میندو د مړینې کچه خورا لوړه ده، اوس په هرو سلو زرو ولادتونو کې څلور سوه شپیته میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې دا زموږ د اندیښنې وړ مساله ده، موږ يې باید لاملونه وڅیړو او د مخنیوي لپاره يې هلې ځلې وکړو.″

نوموړي وویل، چې یونېسف د عامې روغتیا له وزارت سره په ګډې همکارۍ سره د صحي خدمتونو د پراختیا لپاره کار کوي.

بل خوا د بې پولي ډاکترانو موسسې په دې وروستیو کې په خپلې یوې سروې کې د عامې روغتیا وزارت ادعا رد کړه، چې وايي د افغانستان اکثره خلک اساسي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لري.

دې موسسې وویل، چې لا هم دغه لاسرسی محدود دی.

په کابل کې د بې پولي ډاکترانو د موسسې یوه مسوول ډاکټر ولي الله الهام ازادي راډيو ته وویل، چې د عامې روغتیا وزارت باید له صحې پروژو څخه د څارنې برخه غښتلې کړي:

″موږ د عامې روغتیا له وزارته غوښتنه کوو، چې خپل د څارنې برخه پیاوړي کړي، ترڅو یو څوک چې له کابله ځي او د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې روغتیايې خدمات څارې هغه باید اړوند ځای ته ورشي او له نزدې خپله څارنه وکړي نه دا چې په مرکز کې خپل راپور برابر او وزارت ته وړاندې کړي.″

روغتیايي خدمتونو د لاسرسي په تړاو مو، د افغانستان له یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو له اوسیدونکو سره مو هم خبرې کړې.

اکثره دغه خلک شکایت کوي، چې په خپلو سیمو کې لومړنیو صحي خدماتو ته لاسرسۍ نه لري:

″امین داودزی یم او د پکتیا ولایت د احمداباد ولسوالۍ اوسیدونکی یم، د روغتیا په برخه کې موږ تیرکال او همدا اوس هم ډيرې ستونزې لرو، دلته د صحت عامې ریاست تل د سر پرستانو له خوا اداره کیږي، زموږ په ولسوالۍ کې صحي کلینیک نشته او خپل ناروغان تل مرکز ته د درملنې لپاره انتقالوو.″

″زما نوم سلطان خاورین د کونړ ولایت د پیچ درې اوسیدونکی، د صحي خدمتونو له کموالي سره مخامخ یو، موږ بلکل کلینک نه لرو.″

″زما نوم زلمی د غور ولایت یو تن اوسیدونکی یم، متاسفانه چې هیڅ صحي امکانات او مسلکي ډاکټر دلته نشته، موږ خپل ناروغان مرکز چخچران ته انتقال کړو، چې ډير وخت په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.″

هڅه مو وکړه، چې د یاد ادارو د ادعاو او د خلکو د شکایتونو په اړه د عامې روغتیا د وزارت د ویاند نظر واخلو خو له ډیرو هڅو سره سره هغه خبرو کولو ته حاضر نه شو.

بل خوا روغتیا وزارت د رهبري پلاوي یو پخوانی غړی محمد دایم کاکړ وايي، ناامنۍ ددې سبب شوي چې خلکو ته روغتیايي خدمات کم ورسیږي.

ښاغلی کاکړ همداراز وايي، چې د روغتیايي خدمتونو دپراختیا لپاره باید دعامي روغتیا وزارت یو ملي کمیسون جوړ کړي.

نوموړي وویل، چې دغه کمیسیون باید د ستونزو د حل لپاره کار وکړي:

″وړاندیز کوم چې د عامې روغتیا وزارت باید یو ملي کمیسون جوړ کړي، ترڅو په لري پرتو سیمو او ولایتونو کې د صحي خدماتو د رسولو په لارو چارو خبرې وکړي، لومړی باید په دې خبرې وشي چې ستونزه په کوم ځای کې شته او د حل لار ورته کوم دی، نو زه ډاډه یم چې دغه ستونزې به حل شي.″

د روغتیا په برخه کې یوه لویه ستونزه دا ده، چې په لیرو پرتو سیمو کې ښځینه ډاکترانې او کارکونکي کم دي، چې دې ستونزې هم پر روغتیايي خدمتونو ناوړه اغیزه کړې.

افغان چارواکو تل ويلي، چې په تیرو دولسو کلونو کې د روغتیا په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې شته او د موجودو ستونزو هواري ته یې هڅې دوام لري.

راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG