د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

سرتاج عزیز د سعودي مرسته بې قیده او شرطه بللې


یو شمېرپاکستاني سیاستوالو، د دې هېواد سره د سعودي عربستان د یو نیم میلیارد ډالرو د وروستۍ مرستې په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.

په بهرنیو چارو او ملي امنیت کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار د دوشنبې په ورځ د دې هېواد د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټه کې د خبرو پرمهال له پاکستان سره د سعودي عربستان د یو نیم میلیارد ډالرو مرستې خبر ورکړ او ویې ویل، چې دا مرسته د دوستانه اړیکو پر بنسټ ده.

خو یو شمېرپاکستاني سناتوران وايي، دوی شک لري چې ښايي له پاکستانه به سعودي عربستان د دې مرستې په بدل کې د سوریې له یاغیانو څخه د ملاتړغوښتنه کړي وي.

د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د سعودي عربستان دا مرسته بې قیده او شرطه مرسته بللې او هغه اوازې یې رد کړي چې ګوندې پاکستان د دې په بدل کې په سوریه کې یاغیانو ته وسلې او مهمات ورکوي.

سرتاج عزیز وویل، د سوریې په وړاندې د پاکستان پالیسۍ بدله شوې نه ده او د پاکستان له وسلو به په هیڅ کورنۍ جګړه کې کار وانه خیستل شي.

خو د پاکستان د سنا د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې یو شمېر سناتورانو د نواز شریف د ملي امنیت او بهرنیو اړیکو د سلاکار دا سپیناوی کافي نه بولي او د سعودي عربستان د دې مرستې په اړه پوښتنې لري.

له دې سناتورانو څخه یو هم د پاکستان د عوامي نیشنل ګوند مهم غړی حاجي عدیل دی. نوموړي د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، د سعودي عربستان ددې مرستې په اړه اوس هم مهمې پوښتنې شته چې د صدراعظم د ملي امنیت او بهرنیو اړیکو سلاکارسرتاج عزیز ونه توانیده ځوابونه ورته ووايي.

د حاجي عدیل په باور باید یو داسې قانون و اوسي، چې د حکومت له ځواب مخکې د پاکستان پارلمان د نورو هېوادونو د هرډول مرستو په اړه پریکړه وکړي.

د راپورونو له مخې پاکستان دا مهال له اقتصادي بحران سره مخ دی. شپږ میاشتې مخکې د پیسو نړېوال وجهي صندوق د پاکستان لپاره اوه میلیارده ډالر پور تصویب کړ، چې له دې هېواد سره د اقتصادي اصلاحاتو په برخه کې مرسته وکړي او په پاکستان کې د اقتصادي بحران د رامنځ ته کېدو مخه ونیسي.

له دې سناتورانو څخه یوه بله سعید اقبال ده، چې د پاکستان د پیپلز ګوند غړې ده. نوموړې وايي، که چیرې د سعودي عربستان مرسته له اقتصادي بحران څخه د دې هېواد د وتلو په معنی وي نو ولې یې مخکې دا مرسته له پاکستان سره نه کوله.

د فارین پالیسي خپرونې څه موده مخکې راپور ورکړ، چې سعودي عربستان چې د سوریې د رژیم د نسکورولو لپاره د امریکا په مشرۍ د نړېوالې ټولنې له هڅو نهیلي شوی، له پاکستانه یې غوښتي دي چې د سوریې د رژیم مخالف یاغیان وروزي.

د پاکستان د جمعیت علما اسلام د ګوند سناتور حاجي غلام علي وايي، امکان نه لري چې د یو نیم میلیارد ډالرو مرسته دې د هیڅ په بدل کې وي.

خو د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت او بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايي، هېواد یې په سوریه کې کړکېچ د هواري لپاره د خبرو اترو غوښتونکې دی او په هیڅ ډول نه غواړي چې د سوریې د اوسني حکومت پرضد د یاغیانو ملا وتړي.
XS
SM
MD
LG