د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

افغان مشر د پخواني مقاومت یو وتلی غړی خپل مرستیال وټاکه


ګڼو لویدیځو رسنیو د افغانستان د جمهور رئیس د لومړي مرستیال په توګه د یونس قانوني ټاکنې ته پاملرنه کړې.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه تر دې عنوان لاندې چې د افغانستان مشر د پخواني مقاومت یو وتلی غړی خپل مرستیال وټاکه لیکي:

وروسته له دې چې محمد قسیم فهیم تیره اونۍ وفات شو، جمهور رییس کرزي د خپل حکومت په راس کې د سیاسي او قومي توازن د ساتلو لپاره د تیرې سې شنبې په ورځ یونس قانوني خپل لومړی مرستیال غوره کړ.

ورځپاڼه د یونس قانوني د معرفي کولو په اړه لیکي، چې هغه د خپل سلف په څیر د پخواني شمالي ایتلاف وتلی غړی پاته شوی.

هغه ایتلاف چې په نولسوه نوي کلونو کې د طالبانو د رژیم په مقابل کې جنګیده.

ورځپاڼه زیاتوي، چې ښاغلی قانوني په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو او هغه مهال د جمهور رییس کرزي سیاسي رقیب ګڼل کېده.

نیویارک ټایمز لیکي:

دومره توقع نه کېده چې ښاغلی قانوني د محمد قسیم فهیم په ځای لومړی مرستیال وټاکل شي.

ورځپاڼه لیکي، چې فهیم په افغانستان کې له ځواکمنو او اغیزناکو کسانو څخه وو، چې جمهور رییس کرزي او اروپایي چارواکو د هغه احتمالي سیاسي کړکېچ په مخنیوي کې په ده تکېه کوله چې کېدای شي له انتخاباتو وروسته رامنځ ته شي او دغه نقش اوس د قانوني په غاړه دی.

خو ورځپاڼه وایي، چې قانوني د مشرتابه ځیني هغه ځانګړتیاوې نه لري چې فهیم درلودې.

نیویارک ټایمز د دغه مطلب په وضاحت کې لیکي، چې محمد قسیم فهیم د احمد شاه مسعود له مرګه وروسته د شمالي ایتلاف مشر وو او قانوني نسبت هغه ته په ایتلاف کې ټیټه رتبه درلوده او اوس په امنیتي ځواکونو او استخباراتو کې د هغه په څیر نفوذ نه لري.

ورځپاڼه د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند ایمل فیضي له قوله لیکي چې وايي:

″سره له دې چې د افغانستان مشران په سیاست کې د قومیت رول کم څرګندوي، خو جمهور رییس کرزي د اختلافاتو د مخنیوي لپاره قصدا د تاجک قوم یو کس خپل لومړی مرستیال غوره کړ او جمهور رییس په دې ښه پوهیږي چې حکومت باید د ټول افغانستان استازي وي.″

وال سټریټ جورنال هم د یونس قانوني د ټاکنې په اړه تر دې عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی چې وايي جمهور رییس کرزي خپل یو سیاسي رقیب خپل مرستیال غوره کړ.

ورځپاڼه لیکي:

په داسې حال کې چې انتخابات رانژدې کېږي دغه منځ لاری سیاستوال کولای شي د سیاسي کړکېچونو مخه ونیسي.

ورځپاڼه لیکي چې یونس قانوني په داسې حال کې غوره شو، چې داسې اندیښنې شته چې د افغانستان امنیت کېدای شي د انتخاباتو له رانژدې کېدو سره نور هم ناوړه شي.

ورځپاڼه په فاریاب کې د سې شنبې د ورځې انتحاري حملې ته اشاره کوي چې د کوچنیانو په شمول یي لږ تر لږه اولس کسه ووژل.

وال سټریټ ژورنال لیکي:

ښاغلی قانوني کېدای شي څو اونۍ او که چیرې انتخابات دوهم پړاو ته داخل شي څو میاشتې په خپله دنده خدمت وکړي خو د هغه د نفوذ حوزې ته د حکومت په چارو کې واک ورکول، د هېواد د سیاسي انتقال په مرحله کې د ارامي او استقرار یو عامل ګڼل کېږي.
XS
SM
MD
LG