د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

راسموسن: د کریمیا مساله له سړې جګړې راوروسته ستر امنیتي بحران دی


د لویدیځ او اکراین فشار پرماسکو د کریمیا لپاره په زیاتیدو دی. د اکراین دغه ټاپوزمه روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړه او د دوشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې کریمیا له روسیې سره ملحقه شوه.

پرون روسیې د کریمیا اوسیدونکو ته د پاسپورټونو ورکول پیل کړل او ویې ویل، چې د کریمیا اوسیدونکي د روسیې اتباع دي.

د دې په ځواب کې کییف اعلان وکړ، چې تردې وروسته کوم روسان اکراین ته راځي باید ویزه واخلي.

اکرایني چارواکو همدا راز ویلي دي، چې د مشترک المنافع هېواد له غړیتوبه به ووځي. د دغه سازمان مشري روسیه کوي. اکراین، روسیه او بیلاروس په ۱۹۹۱ کال کې د مشترک المنافع سازمان تاسیس کړ.

بل لورته په واشنګټن کې د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن پرون وویل، له روسیې سره د کریمیا یوځای کول له سړې جګړې را وروسته تر ټولو جدي امنیتي بحران دی:

″موږ ولیدل چې روسیې د نړېوالو اصولو کتاب وڅیره، هڅه کوي چې په څو اونیو کې د اروپا نقشه بیا وباسي او جوړه کړي، دا له سړې جګړې راپه دې خوا تر ټولو جدي امنیتي بحران دی. دا ډول چلند د نړیوالو اصولو پرضد دی او په یو ویشتمه پیړۍ کې ځای نه لري.

د ناټو ملاتړي له اکراین سره دریدلي دي، موږ د اکراین حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا غواړو″


جرمني بیا د کریمیا د مسالې لپاره له روسیې سره یو پوځي تړون وځنډاوه دغه تړون د سل میلیونه ایرو په ارزښت دی او ټاکل شوې وه چې جرمني د روسیې لپاره یو محاربوي مرکز جوړ کړي.

د لویدیځ بل هیواد بریتانیا بیا وویل چې روسیه به د نړۍ د اته پیاوړې صنعتي ډلې نه هیوادو له ډلې وباسي.

د بریتانیا صدراعظم ډویډ کامرون د پارلمان غونډې ته وویل:

″فکرکوم چې دا مهمه ده چې موږ له خپلو ملاتړیو او شریکانو سره یو ځای لاس په کار شو او باید دا مساله وڅیړو، که وړاندې ګامونه اخیستل کیږي، روسیه یو مخ له جي اته ډلې وباسو که ونه باسو″

تمه ده چې نن د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون روسیې ته ولاړ شي او د روسیې له ولسمشر سره د کریمیا او اکراین پر مسالې خبرې وکړي.

بان کي مون به بیا د جمعې په ورځ اکراین ته هم ولاړ شي او د اکراین له سرپرست ولسمشر الکساندر ترچینوف او صدراعظم ارڅیني یاڅینیوک سره وګوري.
XS
SM
MD
LG