د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

"پاکستاني طالبان په دولتي ځايونو کې مذاکراتو ته چمتو نه دي"


د پاکستاني وسله والو طالبانو استازى مولانا سميع الحق وايي، چې د وسله وال طالبان په دولتي ځايونو کې له حکومت سره خبرو اترو ته چمتو نه دي.

نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د پنجاب ايالت په ملتان کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.

سميع الحق زياته کړه، چې پاکستاني طالبان ښايي د حکومت له خوا په وړانديز کړو ځايونو کې خبرو اترو ته زړه ښه نه کړي:

"د مذاکراتو د ځاى د ټاکلو په اړه له ستونزو سره مخ يو، ځکه هغوى [وسله وال طالبان] په دولتي ودانيو، هوايي ډګرونو او نورو حکومتي ځايونو کې مذاکرات کول نه غواړي او حکومتي کومېټه شمالي وزيرستان ته تللو کې ستونزې لري، نو په دې اړه خبرې روانې دي او ډېر ژر به يوې نتيجې ته ورسېږو."

د پاکستان د جمعيت علماء اسلام ګوند مشر او د حقانيې مدرسې مؤسس مولانا سميع الحق دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي، چې د پاکستان حکومت وسله والو طالبانو ته د مذاکراتو لپاره د شمالي وزيرستان د سياسي استازي دفتر، د بنو هوايي ډګر او ځينې نور دولتي ځايونه وړانديز کړي دي، خو وسله طالبانو د حکومت وړانديز رد کړى او په شمالي وزيرستان کې يې د مذاکرتو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان حکومت تر هغې وروسته له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره څلور کسيزه کومېټه وټاکله، چې د وسله والو طالبانو د روانې مياشت په ٢مه نېټه له حکومت سره اوربند او په دې موده کې يې خپل ټول جهادي فعاليتونه لغوه اعلان کړل.

په دې کومېټې کې د کابل لپاره د پاکستان پخوانى سفير رستم شاه مومند او ځينې برحاله بيوروکراتان شامل دي، چې له وسله والو پاکستاني طالبانو سره ورته د خبرو اترو بشپړ واک ورکړل شوى دى.

راپورونه وايي، چې پاکستاني وسله والو طالبانو له حکومت څخه د هغو ٣٠٠ ښځينه او نارينه بنديانو د خوشې کولو غوښتنه کړې، چې د پاکستان په بېلابېلو محبسونو کې بنديان دي او په کوم ترورېستي فعاليت کې لاس نه لري.

خو د پاکستان حکومت بيا وايي، چې له دوى سره ښځينه او يا هم داسې بنديان نشته، چې په تروېستي فعاليتونو کې دې لاس ونه لري.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG