د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

افغانستان بانک د زور افغانیو د نویو بانک نوټونو د چاپ او کارولو خبر ورکړ


افغانستان بانک د زورافغانیو د نویو بانک نوټونو د چاپ او کارولو خبر ورکړ.

د دې بانک ريیس د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته د نویو بانک نوټونو تخنیکې ځانګړتیاو تشریح کړې.

ده وویل، د زر افغانیو نوی بانک نوټونه یي د تقلب د مخنیوي لپاره چاپ کړي دي.

کارپوهان دا اقدام ستایي، خو تاکید کوي د زړو اسعارو د راټولولو او د نویو په توزیع کولو کې توازن وساتل شي.

د افغانستان بانک چارواکو وویل، د زرو افغانیو د نویو بانک نوټونو په چاپولو کې له پرمختللي تخنیکه کار اخیستل شوی او دا ځانګړتیا کولای شي، د اصلي او جعلي بانک نوټونو پیژندنه اسانه کړی.

د دې بانک ريیس نوراله دلاوري د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د زړو افغانیو نوي چاپ بانک نوټونه په یوې خبري ناسته کې تشریح کړل او ويي ویل، چې نوي چاپ شوي بانک نوټونه سره له نننه په مارکیټ کې د کارولو اعتبار لري:

″په نویو بانک نوټونو کې مو شپږ بدلونونه راغلي دي.هیله ده دغه سختې تخنیکي ځانګړتیا وکړای شي، د جعلي بانک نوټونو چاپول ګران او ناممکن کړي.

صرافانو ته خبر ورکړل شوی او کارول یي له ننه پیل شول.

اوس مهال په هېواد کې یو سلو اتیا میلیارده افغانۍ په دوران کې دی″

ښاغلي دلاوري وویل، د زرو افغانیو پخوانی بانک نوټونه درې کاله دمخه چاپ شوی وو او تر اوسه ترې په ټولو سوداګریزو چارو کې کار اخیستل شوی، خو په دې وروستیو کې یو لړهڅې پیل شوې وې، چې پر ځای يي جعلي بانک نوټونه وکارول شي.

ده وویل، دا اقدام د دې لپاره شوی چې په مارکیت کې د جعلي بانک نوټونو د کارولو مخه ونیسي.

د زرو افغانیو په نویو چاپ شویو بانک نوټونو کې، یو لړ نوې علامې، د بانک لوګو، څو ځایه د زرو افغانیو ذکر، د افغانستان بانک د نوي ريیس لاسلیک او په منځ کې یي تیره شوې نقره یې پټه د پخوانیو په نسبت لږ څه پلنه حک شوې ده.

ښاغلي دلاوري دا هم وویل، اوس مهال په مارکیټ کې د بهرنیو اسعارو د نرخو کنترول او د پیسو د توارم مخنیوي ته یو سلو اتیا میلیارده افغاني په دوران کې دی.

د اقتصادی چارو پوهان د پخوانیو بانک نوټونو پرځای د نویو بانک نوټونو چاپول او کارول ګټور ګڼي، خو تاکید کوي چې د زړو بانک نوټونو په راټولولو او د نویو په خپرولو کې له توازنه کار واخیستل شي.

د کابل پوهنتون استاد تاج محمد اکبر ازادۍ راډیو ته وویل:

″د نویو بانک نوټونو چاپول ښه کار دی د تقلب مخه نیسي، خو دې میکانیزم ته باید پام وشي چې د باطلو پیسو څخه زیاتې نوې پیسې مارکیټ ته ونه ایستل شي، که دا سیستم نا انډول شي، د پیسو انفلاسیون رامنځته کوي او په نرخونو به ناوړه اغیزه وکړي.″

د افغانستان په مارکیټونو کې د جعلي بانک نوټونو کاریدل نوې خبره نه ده بلکې کله کله داسې هڅې لیدل شوي چې په مارکیټ کې هم د افغانستان او هم د نورو هېوادونو د اسعارو پر ځای، جعلي اسعار وکاریږي.

د افغانستان بانک چارواکي ډاډ ورکوي چې، په نږدې وختونو کې به د زرو افغانیو د بانک نوټونو ترڅنګ د نورو بانک نوټونو په تخنیکي ځانګړتیاو کې هم بدلونونه رامنځته او چاپ به یي کړي.

راپور: خان محمد ″سیند″
XS
SM
MD
LG