د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

افغان چارواکي له ۲۰۱۴ وروسته د هېواد امنیتي وضعیت ته خوشبینه دي


افغان چارواکي وايي، له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته چې امنیتي مسوولیتونو په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته سپارل کیږي دوی د هېواد امنیتي وضعیت ته خوشبینه دي.

دوی زیاتوي دا مهال افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي شوي او د خلکو ملاتړ او خواخوږي هم ورسره زیاته شوې ده .

که څه هم داسې اندیښنې شته چې ښایي له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې امنیتي او نورې ستونزې ډیرې شي خو افغان چارواکي ډاډ څرګندوي چې له دې هېواد نه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به وضعیت ښه شي.

دوی وایي، په هغو سیمو کې چې امنیتي مسوولیت له بهرنیو ځواکونو نه افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل شوی، نه دا چې امنیت یې خراب شوی نه دی بلکې ښه شوی دی.

د ولسمشر دویم مرستیال د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ملي پوځي اکاډمۍ د شپږمې دورې د افسرانو د فراغت په غونډه کې وویل، افغان امنیتي ځواکونه دې مرحلې ته رسیدلي چې د ټول افغانستان امنیت ټنیګ کړي:

"د ۲۰۱۴ کال رارسېدل له ځان سره ځینې ستونزې او اندېښنې لري موږ د امنیتي مسوولیتونو په پنځم پړاو کې یو، پوره چمتوالی لرو، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د ټول هېواد امنیتي او دفاعي مسوولیتونو په غاړه واخلي، ټول افغان ملت ته ډاډ ورکوو چې ملي اردو د ملي حاکمیت، مادي او معنوي ارزښتونو او هم د ځمکنۍ بشپړتیا په خاطر خپل ځانونه قربان کړي."

ښاغلي خلیلي له نړېوالې ټولنې نه مننه وکړه، چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو په رورزنه او تجهیز کې یې ورسره مرسته کړې.

د نړېوالې ټولنې په همکارۍ په تېرو دولسو کلونو کې نږدې درې نیم لکه افغان امنیتي ځواکونه روزل شوي چې نږدې دوه لیکه یې د ملي اردو سرتیري دي.

دفاع وزارت وايي، چې تر اوسه په څلورو پړاونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ناټو ۲۰۰ پوځي اډې او ځیني تجهیزات افغان ځواکونو ته سپارل شوي.

د راپورونو له مخې تر دا مهاله نږدې یو لک بهرني سرتیري له افغانستان څخه وتلي او ټاکل شوې د ۲۰۱۴ میلادي تر پایه ټول نړېوال محارب ځواکونو له افغانستانه ووځي.

په همدې حال کې د دفاع وزارت چارواکي وايي، چې دا مهال په هېواد کې ټول پوځي عملیات د افغان ځواکونو په مشرۍ ترسره کیږي.

د دفاع وزیر بسم الله محمدي په دې غونډه کې وویل، چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې به د امنیتي مسوولیتونو پنځم پړاو هم بشپړ شي:

"هیڅ ډول ستونزې او اندېښنې نشته له همدې ځایه په ټول افغان ولس غږ او ټینګار کوم، له ۲۰۱۴ کال نه وروسته هیڅ ډول اندښیمن نه یو او تشویش نه لرو د دې لپاره چې نن ملي اردو داسې مرحلې ته رسیدلې، چې د وسله والو مخالفینو پر ضد ټولو پوځي عملیاتو مسوولیت په غاړه واخلي او په ځان باندې د متکي کېدو خوا ته ولاړه شي."

دفاع وزارت وايي، چې ترپخوا د ملي اردو له سرتیرو سره د خلکو خواخوږي او اعتماد زیات شوی او په همدې علت ورسره همکاري هم ډیره شوې.

په همدې ورځ د ملي اردو د سرتیرو د روزنې د دوام په لړ کې د ملي پوځي اکاډمۍ د شپږمې دورې ۵۰۷ تنه افسران په ۱۴ بېلابیلو برخو کې فارغ او دملي اردو په لیکو کې جذب شول.

ملي پوځي اکاډمي نهه کاله وړاندې رامنځ ته شوه، چې په افغانستان کې له منل شویو تعلیمي نظامي مرکزونو څخه شمېرل کیږي.


راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG