د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

ولسي جرګه: امنیتي او کشفي ادارې دې د مخالفینو د حملو مخه ونیسي


د افغاستان ولسي جرګه د انتخاباتو په درشل کې له امنیتي ارګانونو غواړي چې په دې هېواد کې امنیت خوندي کړي.

د ولسي جرګې ريیس عبدالروف ابراهیمي دا خبره د دوشنې په ورځ د دې جرګې عمومي غونډې کې وکړه.

د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په درشل کې ولسي جرګه د هېواد له امنیتي ارګانونو څخه غواړي څو د خلکو امینت په بشپړه توګه ټينګ کړي.

د ولسي جرګې ريیس عبدالروف ابراهیمي د چهارشنبې په ورځ د دې جرګې عمومي غونډې کې د فاریاب پرونۍ حمله په کلکو الفاظو وغندله او له امنیتي او کشفي ادارو څخه یې وغوښتل، څو د وسله والو مخالفانو د حملو مخه ونیسي:

″د فاریاب ولایت پرونۍ غمیزه په شدیدو الفاظو غندو چې په نتیجه کې یې زموږ یو شمېر هېوادوال مړ او ټپیان شول شهیدانو موږ له خدای ج جنت غواړو او کورنیو ته یې صبر جمیل غواړو او بیا هم د دې پیښې عاملین په کلکو الفاظو تقبیح کوو او همدا راز له امنیتي ارګانونو څخه غواړو چې د خلکو امنیت خوندي کړي او د دې ډول پیښو عاملین ونیسي.″

دا غوښتنه په داسې حال کې کیږي، چې پرون سهار د فاریاب په مرکز میمنې کې په انتحاري حمله کې شپاړس ملکي وګړي ووژل شول او شپږ دیرش نور ټپیان شول.

په همدې حال کې وسله والو مخالفانو په ځینو نورو سیمو کې هم خپلو حملو ته زور ورکړی او ګواښ یې کړی چې په افغانستان کې به انتخابات ګډوډ کړي.

خو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د افغانستان په ټولو برخو کې د انتخاباتو لپاره جدي امنیتي تدابیر نیول شوي او وسله وال مخالفان به ونه توانیږي چې انتخابات ګډوډ کړي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل، چې امنیتي ځواکونه هلې ځلې کوي څو انتخابات له هره پلوه د امن په فضا کې ترسره شي.

په کابل او ځینو سیمو کې وروستیو حملو او د دولت د وسله والو مخالفانو ګواښونو ته په پام سره د راتلونکو انتخاباتو د امنیت په باب زیاتې اندیښنې موجودې دې.

د ولسي جرګې ځیني غړي هم همدې اندیښنو ته په پام وایي، چې ممکن وسله وال طالبان د انتخاباتو په ترڅ کې خپلې حملې لا زیاتې او خلکو ته ستونزې جوړې کړي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG