د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۵۶

لویدیځو ورځپاڼو د فاریاب د انتحاري په اړه لیکلي


یو شمېر لویدیځو ورځپاڼو د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې د سې شنبې د ورځې ځان وژونکې حملې په اړه چې ۱۷ کسان په کې ووژل شول، مضمونونه خپاره کړي دي.

ګارډین:

انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې لیکلي، طالبانو د خپل فعالیت له اصلي ځايونو یعنې د افغانستان له جنوب او ختیځ څخه په لیرې سیمه فاریاب ولایت کې یو شمېر حملې کړي دي.

د ۲۰۱۲ میلادي کال اکتوبر میاشت کې یوه ځان وژونکې په یوه مسجد کې چې د سیمه ییزو چارواکو په ګډون، له لمونځ کوونکو ډک و، حمله وکړه او ۱۴ کسان یي ووژل.

ورځاڼه لیکي:

د افغان حکومت او وسله والو په روانې جګړې کې ملکيان په ډير شمېر کې قربانې کېږي او د ملګرو ملتونو د ارقامو پراساس تیرکال په افغانستان کې ۲۹۵۹ تنه ملکېان وژل شوي او ۵۶۵۶ نور ټپیان شوي دي. دا رقم د ۲۰۱۲ میلادي کال په پرتله په سلو کې ۱۴ زیات دی.

وال سټریټ ژورنال:

امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د احتمالي درغلیو په اړه د کاندیدانو اندیښنې څیړلې او د مضمون په یوه برخه کې لیکي:


د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې په ستره اندازه درغلۍ یوه مهمه مساله ده او د درېیو مطرحو کاندیدانو له ډلې څخه دوو تنو یي خبرداری ورکړی، چې جمهور رئیس حامد کرزی د حمل د ۱۶ مې انتخاباتو کې د خپلې خوښي کاندید په ګټه لاس وهنې کوي، خو جمهور رئیس کرزي دا ادعاوې رد کړي دي.

وال سټریټ ژورنال لیکي:

د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې درغلۍ به دا هېواد، له نوي بحران سره مخامخ کړي او دا په داسې حال کې ده چې بهرني ځواکونه د وتلو په درشل کې دي، بهرنۍ مرستې کمې شوي او د طالبانو حملو زور اخیستی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، د جمهوري ریاست کاندید زلمي رسول ویلي، نه غواړي چې د درغلیو له لارې انتخاب شي.

دی په دې باور دی چې په راتلونکو څو اونیو کې به په ټول هېواد کې له ده نه د خلکو ملاتړ زیات شي.

په تیرو څو ورځو کې په کندهار او هلمند ولایتونو کې په زرګونو کسانو د زلمي رسول په ملاتړ غونډو کې ګډون وکړ.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼي د افغانستان د بهرنیو چارو د پخوانی وزیر دا خبره هم راخیستې چې وایي، د کاندیدانو مسولیت ډير زیات مهم دی. که خدای مه کړه افغانستان یو ځل بیا بې ثباته شي، هیڅوک به ګټونکي نه وي.

ورځپاڼه وړانډې لیکي: که څه هم چې په افغانستان کې د با اعتباره انتخاباتو ډاډ نشته، د ډاکټرعبدالله عبدالله او اشرف غني کمپاینونه زیات فعال دي او پراخ ملاتړ ورسره دی. زلمی رسول په دغو دوو پسې دریم مخکښ کاندید بریښي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي: اشرف غني هم په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه خبرداری ورکړی او وایي، د درغلیو په اړه د خلکو د خبرتیا سطحه توپیر لري او خلک به په هیڅ ډول درغلۍ ونه زغمي. هغه ورځې تیرې شوې چې موږ په افغانستان کې خاموش اکثریت درلود.

ورځپاڼه لیکي:

زلمي رسول دا هم ویلي، په کومه اندازه چې دی جمهور رئیس کرزي ته نږدی دی، په هماغه اندازه ورته اشرف غني هم نږدې دی.

ده ویلي، کومه حکومتي دنده نه لري او یو ډموکراټ شخص دی. دی وايي، زه نه غواړم انتخابات په زیان سره وګټم په دی معنی، هرڅوک چې په درغلیو سره انتخاباتو وګټي، د افغانستان ثبات به ونه شي ساتلای.

وال سټریټ ژورنال لیکي:

جمهور رئیس کرزي د شنبې په ورځ د پارلمان ګډې غوڼډې ته په وینا کې ژمنه وکړه، چې انتخابات به شفاف وي او لویدیځ ته یي هم خبرداری ورکړ چې په انتخاباتو کې دې لاس نه وهي.
XS
SM
MD
LG