د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

امریکا او اروپایي ټولنې له روسیې سره د کریمیا یوځای کیدل غندلي


امریکا او اروپایي ټولنې له روسیې سره په رسمي بڼه د اکراین د کریمیا یوځای کیدل غندلي دي او ویلې یې دي چې دوی به یې په رسمیت ونه پیژني.

په کریمیا کې د یو شمېر کسانو د وژلو خبرونه خپاره شوې دي.

وروسته تردې چې د فبروري په وروستیو کې د اکراین روسیي پلوه ولسمشر ویکتوریانوکویچ له واکه لیرې شو او بیا په زرګونو روسي پوځیان هلته ځای پرځای شول، دا لومړی ځل دی چې په دې ټاپوزمه کې د تلفاتو خبر ورکول کیږي.

په کییف کې د اکراین صدراعظم ارسیني یاڅینیوک وویل:

″شخړې له سیاسي اړخه پوځي اړخ ته درومي او دا د روسیي ځواکونو د اعمالو له خاطره″

وروسته بیا د اکراین سرپرست ولسمشر الکساندر تورچینوف یو بیان خپور کړ او په کې څرګنده یې کړه چې د اکراین ځواکونه د ځانونو د دفاع لپاره اجازه لري چې له وسلو کار واخلي.

تورچینوف له روسیې سره د کریمیا الحاق په دوهمه نړېواله جګړه کې له نازي جرمني سره پرتله کړ:

″زه غواړم چې تاسو ته د تاریخ یادونه وکړم. دوهمه نړېواله جګړه له دې سره پیل شوه چې فاشیست جرمني د نورو هېوادو خاورې له ځان سره ملحقې کړې او نن د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، چې دا یې هم خوښیږي چې د فاشیزم په باره کې خبرې وکړي، د تیرې پیړۍ د فاشیستانو اعمال تکراروي او د یوه خپلواک هیواد خاوره چې ټولې نړۍ په رسمیت پیژندلې له خپلې خاورې سره یوځای کوي″

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې په ورځ یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې کریمیا له روسیې سره ملحقه شوه.

په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني د پوتین دا هڅه، د نړۍ د امنیت او سولې لپاره ګواښ وبلله او ویې ویل چې واشنګتن به د دې په عکس العمل کې نور بندیزونه ولګوي:

″دغو اقداماتو سر له اوسه زیان اړولی دی. د روسیې پر اقتصاد، پر پیسو او په نړۍ کې یې د روسیې پر حیثیت تاثیر کړی دی. د نورو اقداماتو زیانونه به تر دې لوړ وي.″

د دوشنبې په ورځ اروپایي ټولنې او امریکا پر دیرشو روسانو، اکراینیانو او د کریمیا پر اوسیدونکو بندیزونه ولګول.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، چې د لویدیځ بندیزونه یو مخ د منلو نه دي او دا ډول اقدامات به ناوړه عواقب ولري.
XS
SM
MD
LG