د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

د بحرين شاه په درې ورځني سفر پاکستان ته راغلى


د بحرين شاه شيخ حمد بن عيسى الخليفه د يوه جګپوړي هيئت په ملتيا د پاکستان د درې ورځني سفر په ترڅ کې د سې شنبې په ورځ د دې هېواد پلازمېنې اسلام اباد ته راغلى دى.

د راپورونو له مخې، نوموړى به د خپل سفر په اوږدو کې د پاکستان له صدراعظم نواز شريف، د دې هېواد له ولسمشر او يو لړ نورو جګپوړو دولتي او پوځي مقاماتو سره وګوري. او په دوه اړخيزو اړيکيو سربېره به ورسره د سيمې پر وضعيت او يو لړ نورو مسئلو خبرې وکړي او له پاکستاني لوري سره به د سوداګرۍ په ګډون په يو شمېر نورو برخو کې ځينې تفاهيم ليکونه هم لاسليک کړي.

دا پاکستان ته د تېرو څلوېښتو کالو په اوږدو کې د بحرين د جګپوړي دولتي چارواکي لومړى سفر دى.

د پاکستان د سياسي چارو يو شمېر څارونکي په داسې حال کې چې په پاکستان کې دننه يو لړ سياسي بدلونونه روان دي، دې هېواد ته د بحرين د امير سفر مهم بولي.

د سياسي او روانو چارو څارونکي شوکت خټک له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، په داسې حال کې چې سعودي عربستان او د بحرين پخپلو کې ښې اړيکي لري، پاکستان ته د بحرين د امير سفير د ډېر اهميت وړ دى:

"په پاکستان کې چې د کومو د خارجي ملکونو خصوصاً د سعودي، بحرين او کويت له موجوده حکومت سره اړيکي دي، موجوده حکومت ورته په ښه نظر ګوري او د سعودي د حکومت وياند پخپله وينا ده چې موږه پاکستان ته نزدې ٥.١ اربه ډالر ورکړي دي.

همدا رنګه که موږ وګورو، د سعودي، بحرين او کويت له قطر سره هم اړيکي خرابې شوي دي او خپلو کې يې څه ستونزې رامنځته شوي دي او د شام په حوالې سره د پاکستان د حکومت په دريځ کې چې کوم بدلون راغلى دى، داسې ويل کېږي چې دوى غواړي چې پاکستان له دوى سره په دې شخړه کې ملګرى شي او کومک ورسره وکړي."


نوموړی همدا راز وايي، چې د نواز شريف حکومت د منځي ختيځ له هېوادونو سره ښې اړيکي لري او دواړو لوري غواړي چې له دې لارې خپل هدفونه ترلاسه کړي او خپلمنځي سوداګرۍ ته وده ورکړي.

شوکت خټک زياته کړه، چې که څه هم د سعودي عربستان له خوا پاکستان ته ورکړل شوې مالي مرستې ته ددې هېواد اپوزيسيون په ښه نظر نه ګوري، خو ښايي د نوازشريف په مشرۍ د دې هېواد حکومت دا مرسته د خپل ضعيف اقتصاد پر پښو درولو لپاره منلې وي.

د يادونې وړ ده، چې د بحرين امير په داسې وخت کې د پاکستان په دوه ورځني سفر راغلى دى، چې د فرورۍ په ١٦مه نېټه د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ غړى، ددې هېواد مرستيال صدراعظم او د دفاع وزير شهزاده سليمان بن عبدالعزيز السعود د پاکستان د صدراعظم نواز شريف په ځانګړې بلنه د يوه جګپوړي هئيت په ملتيا د يوه درې ورځني سفر په ترڅ کې پاکستان ته راغلى و.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG