د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

داودزی: پولیس به په انتخاباتو کې بې طرفه وي


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوودزی وايي؛ تر اوسه پورې پولیسو د هېڅ یوه کاندید په ګټه یا پر ضد د انتخاباتو په چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او له دې وروسته به هم خپله بې طرفي وساتي.

ښاغلي داوودزي که څه هم ځینو مواردو ته اشاره وکړه؛ خو په پولیسو یې غږ وکړ چې، باید په بشپړه توګه بې طرفه وي.

"ملي پولیس په انتخاباتو کې بې طرفه پاتې کیږي. اوه اته مورده وو چې، تېروتنه شوې یا تور لګول شوی چې؛ زموږ پولیس بې طرفه نه وو؛ په هغو موردو کې موږ اقدام کړی؛ د هغوی دندې ځنډولې دي. نور داسې هیڅ کوم کتبي او رسمي رپوټ نه لرو چې؛ ملي پولیسو دې د کوم کاندید په ګټه یا زیان کمپاین کړی وي."

داوودزي چې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یې د کورنیو چارو وزارت غونډې ته وینا کوله؛ همداراز په انتخاباتو کې یې د ښځو په ګډون هم ټینګار وکړ.

ده وویل چې د انتخاباتو لپاره بشپړامنیتي تیاری نیول شوی او ټول افغانان کولای شي، په امن فضا کې د خپلې خوښې وړ کاندید انتخاب کړي.

اخوا د افغانستان د رڼو انتخاباتو موسسه د ښاغلي داوودزي دې خبرو ته د شک په سترګه ګوري چې؛ ګواکې پولیس په بشپړه توګه بې طرف پاتې شوي.

د دې موسسې رییس محمدنعیم ایوب زاده له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ که څه هم په ځینو مواردو کې پولیس بې طرفه نه دي پاتې شوي؛ خو تر ټولو مهمه د رایې ورکولو ورځ ده چې؛ په دې ورځ باید خپله بې طرفي ثابته کړي:

"په یو ډول باندې په ځینو ولسوالیو کې ځینو کسانوهڅې کړي؛ څو د ولایتي شوراګانو له کاندیدانو سره همکاري وکړي. خو هر هغه حرکت چې چارواکي یې په اړه ادعا کوي او د انتخاباتو په ورځ د بې طرفۍ تضمین کوي؛ موږ یې ستایو ځکه چې اساسي خبره همدا د انتخاباتو ورځ ده؛ دوی باید د انتخاباتو په ورځ بې طرفه و اوسي."

یو شمیر نور کتوونکي هم وايي چې؛ د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت په اړه یوه لویه اندیښنه دا ده چې؛ هسې نه پولیس یا نورو دولتي چاروکي په کې لاسوهنه وکړي.

د دوی په باور، دا چې د هېواد یو شمېر سیمې ناامنه دي؛ نو په دې اړه څارنه کول هم یو لوی چلنج دی.

تمه ده د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د راروان لمریز کال د حمل په شپاړسمه نېټه وشي.
XS
SM
MD
LG