د ملګرو ملتونو امنیت شوری د دوشنبې په ورځ د افغانستان په حالاتو بحث وکړ.
غونډې ته په ملګرو ملتو کې د افغانستان دائمي استازي ظاهر طنین، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي یان کوبیش او دغه راز د روسیې استازې ویتالي چورکېن خبرې وکړې او د افغانستان د وضعې په اړه یي اندیښنې څرګندې کړې.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي ویتالي چورکېن وویل، د افغانستان له وضعې څخه داسې ښکاري چې؛ حالات د خرابیدو پر لور پر مخ روان دي.
ده له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د پراخې او صادقانه څيړنې غږ وکړ.
په ملګرو ملتو کې د روسیې سفیر ویتالي چورکېن د دوشنبې په ورځ وویل، د افغانستان حالات چې د خرابیدو نښانې یي څرګندیږې، د نړېوالې ټولنې نږدې پام یي اړولی دی.
حالات په دې هېواد کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو او د ایساف ځواکونو د وتلو له امله نورهم جدي او سختې نقطې ته رسیدلي دي.
چورکېن وویل، دا عوامل به د افغانستان او ټولې سیمې د حالاتو د پراختیا په څرنګوالي اغیز وکړي.
ده زیاته کړه، د ملګرو ملتونو چارواکو د افغانستان امنیتي ستونزې له پامه غورځولي دي.
ویتالي چورکېن د ملګرو ملتونو امنیت شوری ته په وینا کې وویل، کوم راپور چې د افغانستان د حالاتو په اړه برابر شوی او د دوشنبې په ورځ ورباندی بحث وشو، د طالبانو او القاعده وسله له خوا د راتلونکو ګواښونو په اړه په کې څه نه دي ویل شوې او داسې ښکاري چې د راپور برابرونکي په فکر، القاعده او نورې تروریستي ډلې په افغانستان کې هیڅ نشته.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازې دغه راز وویل، وسله وال د حکومت تر واک لاندې سیمو په ګډون، په افغانستان کې د نظر وړ ساحه کې فعال او قوي حضور لري.
ده وویل، د افغانستان په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې په خاص ډول وضعه خرابه شوې او په دغو برخو کې د وسله والو شمېر له لس زرو څخه اوړي.
ویتالي چورکېن د ازبکستان اسلامي غورځنګ څخه د راپیدا کېدونکو خطرونو په اړه خبرداری ورکړ او ویي ویل، د دغې ډلي فعالیتونه د افغانستان له غرنیو سیمو څخه د ګاونډیو هېوادونو پولو ته پراخ شوي دي.
ده وویل، د فبرورۍ په ۲۷ مه د افغانستان او ترکمنستان په پوله د ترکمنستان په سرحدي ساتونکو حمله د دې خبرې ثبوت دی.