د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

ولسي جرګه بیا ونه شو کړای خپل اداري پلاوي وټاکي


د تیرو کلونو په څیر سږ کال هم ولسي جرګه د خپل اداري پلاوي په ټاکل کیدو کې له ستونزو سره مخ ده.

د یکشنبې په ورځ د دې جرګې لومړۍ مرستیالۍ او د منشي څوکیو ته انتخابات بې نتیجې پاتې شوي و.

د دوشنبې په ورځ هم دې دوو پوستونو ته شپږو کسانو ځانونه کاندید کړي وو؛ چې له دوو دورو انتخاباتو سره سره یو هم بریالی نشو.

د جرګې رییس عبدالریوف ابراهیمي وویل؛ بل دور انتخابات به د سې شنبې په ورځ کیږي:

"قدرمنو وروڼو د ولسي جرګې څلور قدرمن غړي چې؛ نن د لومړي مرستیالۍ او منشي څوکیو ته یې ځانونه د انتخاباتو په دوېیم دور کې کاندید کړي وو؛ له بده مرغه یوه یې هم پنځوس جمعه یو رایې نه دي ترلاسه کړي؛ نو سبا د لومړي مرستیالۍ او منشي څوکیو ته سبا درېیم دور انتخابات کیږي."

غلام حسین ناصري، غلام سرور فایز او ګل پاچا مجیدي د جرګې لومړۍ مرستیالۍ ته کاندیدان وو.

د منشي توب څوکۍ ته سیمین بارکزۍ، ذکیه سنګين او عبدالروف انعامي کاندیدان وو.

له دوی نه یوه هم د حاضر مجلس له نیمايي څخه د زیاتو وکیلانو رایې ترلاسه نشوې کړای.

د یکشنبې په ورځ ولسي جرګې د انتخاباتو په نتیجه کې صالح محمد سلجوقي د دویم مرستیال او عرفان الله عرفان یې د دویم منشي په توګه ټاکلي وو.

په تیرو کلونو کې هم ولسي جرګې د خپل اداري پلاوي د ټاکلو لپاره په ځلو ځلو انتخابات کړي دي.

دا چې ستونزه په څه کې ده چې پر له پسې انتخابات بې نتیجې پاتې کیږي؛ د ولسي جرګې دوو غړو انجنیر صاحب خان او لالي حمیدزي وویل:

"۱- دلته بېلابېلې ډلې ټپلې دي، هر سړی غواړي چې د خپلې په نفع باندې کار وکړي.

۲- موږ په طرزالعمل کې مشکل نه لرو، په ولسي جرګه اتلس کمیسیونه هڅه کوي؛ چې د خپل د ډلې کس د اداري هیات څوکۍ ته وټاکي."


د ولسي جرګې رییس د پنځو کلونو لپاره وي؛ خو د اداري پلاوي څلور نور غړي یې هر کال له سره ټاکل کیږي.
XS
SM
MD
LG