د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۵ کب ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۱۲

له ۲۰۰۲ راپدیخوا په افغانستان کې ۴۴۸ بریتانوي سرتیري وژل شوي


ګارډین او ټایمز ورځپاڼو په هلمند ولایت کې له لسګونو اډو څخه د بریتانوي ځواکونو د وتلو او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر کرزي د تازه څرګندونو په باب مطالب خپاره کړي دي.

ګارډین لیکي:

په افغانستان کې د بریتانیا د ماموریت لپاره هغې شیبې لویه سمبولیکه بڼه لرله، چې سرتیرې يې په هلمند کې پرته له دوو له نورو ټولو اډو ووتل.

هلمند د بریتانوي سرتیرو او د افغان دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ د خونړیو جګړو شاهد و.

ګارډین لیکلي: بریتانوي ځواکونه په هلمند ولایت کې د تیرو سختو جګړو پرمهال په شاوخوا ۱۳۷ وړو او سترو اډو کې ځای پرځای ول.

د ورځپاڼې په وینا بریتانوي ځواکونه به د روان میلادي کال ترپایه پورې په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوي، خو د سرتیرو د کمولو لړۍ يې لا ۶ میاشتې وړاندې پیل کړې ده.

ګارډین زیاتوي:

له ۲۰۰۲ میلادي کال راپدیخوا په افغانستان کې ۴۴۸ بریتانوي سرتیري وژل شوي دي.

په دې اړه، چې ایا د افغانستان ماموریت په دومره ځاني قربانی ارزي؟ په هلمند ولایت کې د بریتانوي ځواکونو مشر ډګرمن جیمز ووډهم ګارډین ته ویلي ځاني تلفاتوته په پام سره دا تل یوه سخته پوښتنه وه.

نوموړي ویلي، تاریخ به د هغه څه په ارزښت چې موږ د خپل حکومت په غوښتنه ترسره کړي، قضاوت وکړي.

ټایمز:

ټایمز ورځپاڼې بیا د افغانستان ملي شورا ته د ولسمشرحامد کرزي د وروستي وینا ځیني برخې راخیستې.

ټایمز لیکي: ولسمشرکرزي ملي شورا ته په خپله وروستۍ وینا کې وویل، افغان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد امنیت ساتلو ته چمتو دي او امریکايي سرتیري کولی شي چې د روان میلادي کال په پای کې ووځي.

د ورځپاڼې په وینا ولسمشرکرزي له راتلونکو انتخاباتو دمخه ملي شورا ته د خپلې وینا څخه په استفادې سره یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د سولې د خبرو اترو له پیله وړاندې به له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي.
ټایمز زیاتوي:

د افغانستان د ولسمشرۍ ټولو کاندیدانو ویلي، چې له امریکا سره به امنیتي تړون لاسلیک کړي، خو د ورځپاڼې په وینا ولسمشرکرزي نه غواړي د خپل واک په پاتې لنډه موده کې یوه اوږود مهاله موافقه د خپلې واکمنۍ د میراث د یوې برخې په توګه پریږدي.

ټایمز وړاندې لیکي: ولسمشرکرزي په خپله وینا کې یو ځل بیا وویل، چې جګړه پر افغانستان تپل شوې ده او که امریکا د تروریزم ځالې او د هغې ملاتړي هېوادونه چې اشاره يې پاکستان وه، په نښه کړي وای نو اوس به په افغانستان کې سوله ټینګه وه.
XS
SM
MD
LG