د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

روسیه د کریمیا سیمې خپلواکي په رسمیت پیژني


د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین هغه فرمان لاسلیک کړ چې؛ د اکراین د کریمیا سیمې خپلواکي په رسمیت پیژني.

د یکشنبې په ورځ په کریمیا کې روسي پلوو سیاستوالو یو ټولپوښتنه ترسره کړه، چې په نتیجه کې یې پریکړه وشوه څو دا سیمه د یو خپلواک هېواد په توګه د روسیې له فیدراسیون سره یو ځای شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما او اروپايي ټولنې دا ټولپوښتنه غیرې قانوني بللې دي.

پرمسکو باندې د اروپايي ټولنې او د امریکا د متحدو ایالتونو د بندیزونو سربیره د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین هغه فرمان لاسلیک کړه، چې د اوکراین د کریمیا سیمه د یو ازاد او خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پیژني.

د دې فرمان له لاسلیکه څو ساعته مخکې د کریمیا پارلمان د دې سیمې خپلواکي اعلان کړه او د روسیې په فدراسیون کې یې په رسمي توګه د غړیتوب غوښتنه وکړه.

په کریمیا کې روسي پلوو چارواکو د یکشنبې په ورځ یوه ټولپوښتنه ترسره کړه، چې په کې پریکړه وشوه کریمیا دې د روسیې له فدراسیون سره یوځای شي.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وايي، دا ټولپوښتنه قانوني ده.خو اروپايي ټولنې او د امریکا متحدو ایالتونو د دې ټول پوښتنه نتیجه نه ده منلې او وايي، دا ټول پوښتنه د اوکراین د اساسي قانون او نورو نړېوالو قوانینو پر خلاف ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشربارک اوباما د دوشنبې په ورځ په واشنکټن کې وویل، نړېواله ټولنه به دا ټولپوښتنه په رسمیت ونه پیژني:

″هماسې چې ولسمشر پوتین ته مې پرون وویل، په کریمیا کې ټول پوښتنه د اوکراین د اساسي قانون او نړېوالو قوانینو څخه څرګند سرغړاوی دی او د نړېوالې ټولنې له خوا به په رسمیت ونه پیژندل شي.″

امریکا او اروپايي ټولنې په عین حال کې پر روسیې د نویو بندیزونو د لګولو خبر ورکړی دی.

بارک اوباما ګواښ کړی دی، که چیرې کریملین لا ډیر پارونکي اقدامات وکړي نو نور بندیزونه به هم پرې ولګوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني هم د روسیې پر ولسمشر ویلادیمیر پوتین د بندیزونو د لګولو او د اوکراین له حکومت سره د امریکا د پوځي مرستو امکان نه دی رد کړی.

د بریتانیا صدراعظم ویلیم هیګ هم پر روسیې د بندیزونو د زیاتولو د امکاناتو په اړه څرګندونې کړي دي.

هیګ ویلي دي، د لا ډیرو بندیزونو لګول په دې پورې اړه لري، چې روسیه په کریمیا کې د ترسره شوې ټولپوښتنې څه ځواب وايي.

ویلیم هیک دا ټولپوښتنه پر یوې ريښتیني ډیموکراسۍ ملنډې بللي دي.
XS
SM
MD
LG