د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

اوباما: د کريميا د نظرپوښتنې مشروعيت نه منو


بارک اوباما
بارک اوباما
د امریکا د متحدو ایالاتو جمهور ریس بارک اوباما نن د لږترلږه اوو روسي چارواکو د پانګې د کنګل کیدو امر وکړ .

سپینه ماڼۍ وايي چې په دې کسانو کې د روسیې د ولسمشر دوه نږدې همکاران هم شامل دي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنیوچارو وزیرانو نن پر یویشت روسي او اوکرایني چارواکو د کریمیا په اشغال او هلته په پرونۍ نظر پوښتنې کې د لاس درلودو په خاطر بندیزونه ولګول.

د اروپايي اتحادیې د بهرنیوچارو وزیرانو نن په برکسل کې په درې ساعته غونډه کې پریکړه وکړه چې پر دې کسانو د سفر او وزیرې بندیز ولګیږي.

د لیتوانیا د بهرنیوچارو وزیر نن پر ټویټر ویلي چې په راتلونکو ورځو کې به نور اقدامات هم اعلان شي. یو شمیر سرچینې وايي چې ښايي د بندیزونو لست پراخ شي او جمهور ریس ولادیمیر پوتین ته د یو شمیر نږدې کسانو نومونه په شامل شي.

نن یو شمیر اوکراینیان د اروپايي شورا د ودانۍ په وړاندې راغونډ شوي وو او د (ژوندی دي وی اوکرایین) شعارونه یې ورکول .

د اوکرایین د ملي امنیت او دفاع د شورا مشر او د دې هیواد د سرپرست ولسمشر مرستیال اندرې پاروبي نن په کییف کې د دې هیواد پارلمان ته وویل چې څلویښت زره احتیاطي عسکر یې را ټول کړي:

”نن ورځ په حقیقت کې د اوکرایین په خیتځ او جنوب کې تحریک امیزه کارونه یوازې د روسیې فدراسیون خلک نه کوي ، زه غواړم واضح کړم چې دا یوازې د خلکو لخوا نه کیږي بلکه د هغو ځانګړو ځواکونو لخوا کیږي چې غواړي له وسلو سره د اوکرایین خاورې ته را ننوزي او پلان لري چې په جنوبي او ختیځو سیمو کې هم د کریمیا سناریو تکرار کړي“

اندرې پاروبي زیاته کړه چې د اوکرایین پارلمان باید د دې هیواد د خوندي ساتلو لپاره خپل یو موټيوالی او اتحاد څرګند کړی.

د اوکرایین کریمیا ټاپو وزمې نن خپلواکي اعلان کړه او رسما یې د روسیې له فدراسیون سره د یوځاي کیدو غوښتنلیک وړاندې کړ.

د کریمیا سیمه يیز پارلمان نن د دې حرکت ملاتړ کړی دی او د پارلمان له سلو غړو څخه حاضرو پینځه اتیا تنو نن مثبتې رایې ورکړې دي.

د کریمیا د پارلمان مشر ولادیمیر کونستانتینوف نن د دې لایحې متن د پارملان غونډې ته ولوست:

د کریمیا جمهوریت پارلمان د کریمیا جمهوریت په استازیتوب د روسیې له فدراسیونه غواړي چې د روسیې په فدراسیون کې د یوه جمهوریت په توګه د کریمیا غړیتوب قبول کړی“

د کریمیا د پارلمان مشر وویل چې ټولې شتمنۍ به ملي اعلان کړي او یو شمیر تجارتي شرکتونه به لغوه شي.

د کریمیا صدراعظم سرګې اکسیونوف هم نن خبریالانوته وویل چې د مالي سیسټم ثبات د دوی لپاره اولویت لري:

موږ ته دا اولویت لري چې خپل مالي سیسټم د روسیې په فدراسیون کې د موجودو ستندردونو سره سم کړو تر څو د دوو پولی واحدونو دوران منظم او د انرژۍ د امنیت مسله هم حل شي. دا هغه مهمې مسلې دي چې اوس کار ورباندې کوو“

د کریمیا پارلمان نن له ملګرو ملتونو او نورو هیوادو څخه غوښتنه وکړه چې د دوي د خپلواکۍ اعلان په رسمیت وپیژني.

نن به د کریمیا د پارلمان یو هیات مسکو ته د خبرو لپاره ولاړ شي تر څو د روسیې په فدراسیون کې د ګډیدو د پروسې پر څرنګوالي خبرې وکړي.

په کریمیا کې د روسیې پلوي کونکو سیاستوالو نن وویل، د یک شنبې د ورځې په نظر پوښتنه کې شپږ نوي فیصده ګډونکونکو له اوکرایین څخه د کریمیا د جلا کیدو ملاتړ کړی دی.

د کریمیا د جلا کیدو په اړه پرونۍ نظرپوښتنه د امریکا متحدو ایالاتو او غربي دولتونو غیر قانوني بللې او غندلې یې ده . د اوکرایین پارلمان د نظرپوښتنې په ماښام ، د کریمیا سیمیز پارلمان لغوه اعلان کړ.

د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل ویلي چې فکر کوي چې په کریمیا کې د نظر پوښتنې د تایید په خاطر روسیې ځان منزوي کړی دی .

د جرمني د حکومت ویاند سټيفن سیبرت نن وویل:

روسیې د دې نظرپوښتنې په تاییدولو ځان تر ډيره حده منزوي کړی دی. دملګرو ملتونو امنیت شورا دا حقیقت چې په کریمیا کې نظر پوښتنې د نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې ، غندلی دی او په یوه پریکړه لیک کې یې ویلي چې دا نظر پوښتنه غیر قانوني وه . یودیرش هیوادونو د دې پریکړه لیک ملاتړ کړی ، یوازې روسیه د ویتو حق څخه کار اخلي او چین امنتاع کړې ده “

د امریکا جمهور ریس بارک اوباما پرون د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وویل چې متحد ایالات په کریمیا کې پرونس نظرپوښتنه ردوي.

ولسمشر اوباما خبرداری ورکړ چې په اوکرایین کې د بحران له امله پر روسیه دبندیزونو وضع کولو ته تیار دي.

اوباما زياته کړه:

موږ په بشپړ ډول هغه نظرپوښتنه ردوو چې یوازې په څو اونیو کې او پداسې وخت کې چې روسي ځواکونو کریمیا اشغال کړې، برابره شوه . موږ د دې مشروعیت ردوو . دا د نړیوالو قوانینو او د اوکرایین د اساسي قانون خلاف کار دی“

جمهور ریس بارک اوباما د روسیې ولسمشر ته وویل چې نړیواله ټولنه به هیڅ کله هم دا نظر پوښتنه په رسمیت ونه پيژني.
اوباما ټینګار یې کړی چې امریکا او متحدان یې پر روسیې د دې لپاره چې د اوکرایین د خاورې بشپړتیا ته یې درناوی نه دی کړی، د اضافي بندیزونو لګولو ته تیار دي.

ناټو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اوکرایین له سیاسي او پوځي رهبرۍ سره د اړیکو ټینګولو ته تعهد لري او د اوکرایین د پوځ د قابلیت لوړولو لپاره به ګډ پوځي تمرینونه وکړي.

د اوکرایین د بهرنیوچارو وزیر نن په برکسل کې د ناټو له عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن سره وکتل او له هغه څخه یې د زیاتو پوځي تخنیکي وسایلو غوښتنه وکړه .

د بریتاني د بهرنیوچارو وزیر په کریمیا کې نظر پوښتنه پر ډیموکراسۍ د ملنډو وهلو یو اقدام بللی او د فرانسې د بهرنیوچارو وزیر داسې نظر پوښتنه چې د روسیې د اشغال تر تهدید لاندې شوې وي، غندلې ده.

ټاکل شوې چې د اوکرایین د حکومت او د اروپايې اتحادیې ترمنځ د ګډ شراکت او ازاد تجارات موافقه د راتلونکې جمعې په ورځ لاسلیک شي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مشرې کاترین اشټن ویلي چې اروپا ته ښايي چې د بندیزونو د اعلان پر وخت روسیې د امکان ترحده د قوي پيغام ورکولو هڅه وکړي.

امریکا او اروپايي متحدانو یې په اوکرایین کې د وضعیت د بدلولو لپاره د پوځي اقدام امکان رد کړی او په تیرو دوو ورځو کې يې د بندیزونو د لست په هماهنګۍ کار کاوه .

د کانګرس یوې سرچینې رویټرز اژانس ته ویلي چې داسې ګومان نه کیږي چې په دې بندیزونو کې به جمهور ریس پوتین او هغه ته نږدې کسان په نښه شوی وي.

خو یو شمیر خبري اژانسونو ویلي چې د دې امکان شته چې جمهور ریس پوتین ته ځينی نږدې کسان د بندیزونو په لست کې راشي .

دوی وايي چې غربي دولتونه به ښايي بندیزونه په روسیه کې د منځنۍ کچې او ټیټې کچې له مامورینو چې د کریمیا په اشغال کې یې لاس درلود، پيل کړي.

د هغو کسانو نومونه به چې د اروپايي اتحادیې لخوا بندیز ورباندې لګیدلی نن وروسته د اروپا مجله خپاره کړي.
XS
SM
MD
LG