د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

پر يوه ٧ کلن ماشوم جنسي تېرى شوى


د بلخ ولايت په هوايي بلاك سيمه كې پر يوه اووه كلن ماشوم د جومات په حجره كې د جومات د قاري له خوا جنسي تېرى شوى دى.

د بلخ ولايت د استيناف څارنوالۍ مسوولين د پېښې په تاييد سره وايي، چې مشکوک كس يې نيولى او ترې تحقيقات دوام لري.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:07 0:00
مستقیم لېنک


د دې ماشوم پلار وايي، د جومات قاري چې حيات نومېږي، پر زوى يې جنسي تېرى کړى او کله چې يې مسئله د جومات له امام سره شريکه کړه، هغه ورته ګواښ وکړ.

د ماشوم پلار ازادۍ راډيو ته وويل: «د جومات امام امر الدين د دې ترڅنګ چې زموږ ادعا يې ونه منله زما پر مېرمنې يې هم لاس پورته كړ»

دغه ٧ کلن ماشوم مصطفى وويل:

«ټول يې رخصت كړل، قاري ما ته د تېرو درسونو د تكرار په بهانه وويل چې ته چېرې لاړ نه شې، لكه چې ټول ووتل پردې يې راكښته كړې او ورسته يې پر ما تېرى وكړ»

د تورن كس خپلوان دا مسئله ردوي او وايي، چې د پېښې په اړه شواهد نه دي موجود< ترڅو پر ده د ترسره شوي تېري اثبات وكړي.

د جومات ملا امام خبرو ته حاضر نه شو.

د بلخ د عامې روغتيا د عدلي طب د څانګې مشر محمد الله عطايي وويل: معايناتو دا ثابته كړه چې پر ماشوم جنسي تېرى شوى.

د بلخ ولايت د ماشومانو د ځانګړې څارنوالۍ مسوولين پر مصطفى د جنسي تيري موضوع تاييدوي او وايي چې مشکوک كس يې نيولى او تحقيقات يې ورڅخه پيل كړي دي.

تر دې پخوا هم په جوماتونو كې دننه پر ماشومانو د جنسي تيري راپورونه د شمالي له مختلفو ولايتونو ورکړل شوي وو.

مجيب الرحمن حبيبزى، مزارشريف
XS
SM
MD
LG