د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

په کابل ښار کې وروستیو اورښتونو ځاني او مالي زیاتونه اړولي


ځینې کابل ښاریان وايي د ښاروالۍ د کمې پاملرنې له امله په دې ښار کې وړې طبعيي پېښې هم د دې سبب ګرځي چې؛ ځاني او مالي زیانونه له ځان سره ولري.

وروستیو درې ورځینو پرلپسې وروښتونود کابل ښار په بي بي مهرو سیمه کې د خلکو یو شمیر کورونه وران کړي.

خلک وايي، د یوه کور د چپه کېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ درې ماشومان وژل شوي او د همدې کورنۍ درې غړي ټپیان دي.

په سیمه کې عیني شاهدانو ازادۍ راډیو ته وویل؛ د سړک ترغاړې د ویالو نشتوالی د دې پېښې د رامنځ ته کېدو لاامل شوی:

"نوم مې ذبیح الله دی، د بي بي مهرو اوسېدونکی یم. بیګاه اته نیمي بجې د ګاونډي کوردیوال په دې بل کور راغورځېد؛ درې ماشومان په کې ووژل شول او درې نفره ټپیان لرو چې؛ په روغتون کې بستر دي د ښاروالۍ له نقشې پرته کورنو جوړ شوي؛ ویالې یې خامې دي ټوله ستونزه دی ویالو دي د اوبه لاره بنده دی."

نه یواځې د بي بي مهرو د سیمې اوسېدونکو ته وروستیو ورښتونو ستونزې پیدا کړې؛ بلکې د دې ښار په نورو برخو کې هم خلک ورته ستونزې لري.

د قلعه زمان خان د سیمې د ګذر وکیل عبدالحلیم ملک زاده په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

"د پنځوسو په شاوخوا کې کورونه چې شاته یې اوبه ډنډ شوې دي؛ نړیدلي او اوس هم اوبه ورکې روانې دي"

د ښار په بیلابیلو سیمو کې په سړکونو اوبه ولاړې دي او د موټرو تګ او راتګ یې هم ستونزمن کړی.

د کابل ښاروالۍ د تنظیف رییس نثار احمد حبیبي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې په دې ښار کې د وروستیو ورښتونو له امله اوښتي زیانونه دویالو دبندیدو له امله نه ګني.

ښاغلي حبیبي وايي، اصلي ستونزه دا ده چې کابل ښار د کانالایزیشن منظم سیستم نه لري:

"د ښار په ځینو سیمو کې او په ځانګړې توګه په هغه ځایونو کې چې غیر پلاني دي؛ د عمومي سړک ترغاړې ویالې د نیم متر مکعب اوبو ګنجایش لري؛ خوځینې وخت حتی دوه متره اوبه راځي او سړکونو ته پورته کیږي د کابل ښاروالۍ نږدې څلویښت ټانکر موټره لري؛ د ښاروالۍ کارکوونکي او پرسونل تل د خلکو په خدمت کې وي؛ څه چې زموږ په وس کې وي د کابل ښاریانو خدمت به کوو."

خو په کابل کې د کانالزایسیون او اوبو رسولو ریاست بیا پر ښاروالۍ انتقاد کوي چې؛ د ښار سړکونه او ویالې یې سمې نه دي جوړې کړي.

د دې ادارې رییس دادمحمد ازادي راډیو ته وویل؛ دغه اداره په ښار کې یوازې د فاضلو اوبو ایستل او د څښاک دپاکو اوبو برابرولو مسوولیت په غاړه لري.

"کانالزایسیون او د مځکې په سر اوبه او سړکونو د غاړو ویالې اوبه په موږ مربوط دي؛ لکه څنګه چې د ښاروالۍ مربوط دي سړکونه رنګ دي چې اوبه ورباندې راخیژي په موږ پورې اړه نه لري. "

د ښاروالۍ مسوولین او د اوبو رسولو اوکانالزاسیون ریاست چارواکي وايي چې؛ په ښار کې له اویا فیصده څخه د زیاتو کورونو بې نقشې جوړېدل د دې باعث شوی چې؛ خپل پروګرامونه په ښار کې په منظمه توګه پلی نه کړي.

خو خلکو په دوامداره توګه ویلي چې؛ د مسوولینو کمه پاملرنه او د یو ښه پلان نشتوالی د دې لاامل شوی چې کابل ښار غیر معیاري پاتې شي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG