د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

اسامه بن لادن ته د تېښتې امکان برابر شوى و


په ۲۰۰۱ کال کې نږدې وو، چې امریکایي ځواکونو د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وژلای وای، خو د سپیني ماڼۍ او دفاع وزارت د خرابو پریکړو له امله د القاعده شبکې مشرانو پاکستان ته د تیښتې امکان پیدا او جګړې دوام وکړ.

دا مساله ډیلي بیست خپرونې د یانیف بارزیلې د کتاب په استناد چې سرلیک یي دی:

د جګړې ۱۰۲ ورځې، اسامه بن لادن، القاعده او طالبان څنګه په ۲۰۰۱ کال کې ژوندي پاته شول، ذکر کړې او په دې اړه یي ځيني حقایق په ډاګه کړي دي.

تمه وه چې؛ اسامه بن لادن د ۲۰۰۱ کال ډیسمبر په ۱۴ مه وژل شوای وای. له دې نیټې څخه دوې اوونۍ مخکې امریکایانو د ننګرهار ولایت په توره بوړه باندې شاوخوا یو میلیون پونډه بمونه وغورځول او د امریکا د خاصو عسکرو شاوخوا سلو تنو د سیمه ییزو افغان ځواکونو په ملتیا په ډيرې چټکۍ سره اسامه بن لادن په توره بوړه کې محاصره کړې و.

فکر کیده چې نوموړی نور ختمیږي او د ژوند شیبې یي لنډې دي. اسامه خپله وصیت نامه هم لیکلې وه او امریکایي ځواکونو د هغه خبرې چې خپلو ملاتړو ته یي د مخابرې له لارې کړې وې، هم اوریدلې وې.

اسامه خپلو کسانو ته ویلي و: زموږ دعاوې قبولې نه شوې، ډير بیرونکی حالت دی، زه له تاسې بخښنه غواړم چې تاسو مې یوې سختې جګړې کې ښکیل کړې. خو کله چې امریکایي او افغان ځواکونه د اسامه بن لادن ځای ته نږدې شول، نوموړی وتښتیده.

د کتاب لیکوال لیکي: د سپینې ماڼۍ او پنټاګون د ناکامه پالیسو او پریکړو او د پاکستان د دوه مخۍ له امله د متحده ایالاتو دښمنان له افغانستانه پاکستان ته په تیښتې بریالي شول.

بارزیلې په خپل کتاب کې زیاتوي، اسامه بن لادن یوازې نه و، بلکه له ده سره په زرګونو القاعده وسله وال او طالب جنګیالي له تورې بوړې څخه پاکستان ته وتښتیدل.

شاوخوا دوه سوه تنه وسله وال د توړې بوړې د جګړې په لومړیو ورځو کې ووژل شول او پنځوس تنه یي ژوندي نیول شوي وو.

په تښتیدلو کسانو کې د القاعده شبکې ډير خطرناک کسان او مشران هم شامل دي.

ایمن الظواهرې چې هغه مهال د اسامه بن لادن مرستیال و، هم له تورې بوړې څخه پاکستان ته تښتیدلی و او دا مهال د القاعده شبکې مشر دی.

بل کس یمنی ناصر الوحیشي دی چې دا مهال په عربي ټاپو وزمه کې د القاعده شبکې مشر او په ټوله نړۍ کې د دغې شبکې دوهمه درجه فعاله مشر دی.

ابو احمد الکویټي چې په ایبټ اباد کې به یي د اسامه استوګن ځای ته تګ راتګ کاوه او مراسلات به یي رسول هم په توره بوړه کې جنګیدلی و.

سي اي ای د الکویتي پل تعقیب او د اسامه ځای یي په نښه کړ. نوموړی له اسامه سره یوځای د امریکا د خاصو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

ډيلي بیست خپرونه لیکي:

د القاعده شبکې نورمهم او پیژندل شوي کسان لکه اتیه عبدالرحمن او ابوزبیده چې له تورې بوړې څخه تښتیدلې وو، وروسته د سختو هڅو او عملیاتو په نتیجه کې ووژل شول او یا هم ژوندي نیول شوي دي.

یو بل خطرناک کس چې د امریکا د استخباراتو د فدرال ادارې (ایف بي آي) د غوښتل شویو کسانو په لیست کې دی، سیف العادل دی چې تر اوسه ندی نیول شوی.

ډيلې بیست خپرونه وړاندي لیکي:

له تورې بوړې څخه یوازې القاعده وسله وال یا مشران پاکستان ته نه وو تښتیدلې بلکه د طالبانو، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي او د نورو سیمه ایزو ترورویستي ډلو کسان هم په تیښتې بریالي شوي وو.

په توره بوړه کې د اسامه بن لادن د نه وژل کیدو په اړه زیات دلایل ذکر شوې، خو تر ټولو مهم یي د وخت د دفاع وزیر ډانلد رمزفلد یادداشتونه دي. دی لیکې:

په افغانستان کې زموږعملیات د یوه کس د وژلو یا نیولو په مقصد نه وو، زموږ اساسي هدف داو چې پر امریکا باندي د ترورویستانو د بیا حملو مخه ونیسو.

کوم ګواښ چې د اسلامي بنسټ پالو له خوا امریکا ته مخامخ و، هغه د یوه کس له ګواښ نه ډير پراخ او جدي و.
XS
SM
MD
LG