د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۵ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۱۸

"په انتخاباتو کې د دولتي چارواکو مداخله یوه لویه ستونزه ده"


د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت او امنیت په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په انتخاباتو کې د دولتي چارواکو مداخله یوه لویه ستونزه بلل شوې او لیکلي یې دې د دې لاس وهنې ګواښ ورځ تر بلې زیاتیږي.

سرنوشت په خپلې سرمقالې کې لیکلي په کمپاینونو کې له دولتي امکاناتو د ګټې اخیستلو اوازې زیاتې دي، خو تر اوسه هیڅ جګپوړی چارواکی په دې ارتباط نه دی پوښتل شوی.

ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رییس یوسف نورستاني خبره راخیستې چې ویلي یې دي، که کوم چارواکی په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي نو له دندې به ګوښه شي.

ورځپاڼې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د رییس عبدالستار سعادت له قوله هم لیکلي، که ولسمشر هم په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي، غږ به پورته کړي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې په خپرې سرمقالې کې لیکلي، چې د روغو انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره امنیت تر ټولو مهم دی.

په سرمقالې کې راغلي که د رایې ورکولو د مرکزونو امنیت وساتل شي نو له یوه لوري به خلک په انتخاباتو کې برخه واخلي او له بلې خوا به په انتخاباتو کې د غیرمسوولو کسانو د ګډون مخه هم ونیول شي.

انیس لیکلي، هرڅومره چې انتخابات رانږدې کیږي د خلکو لیوالتیا هم ورسره زیاتیږي.

محور:

محور ورځپاڼې په یوه مطلب کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې په پروسې کې روانې ستونزې څیړلي دي.

په مطلب کې راغلي چې په ځینو ولایتونو خلک د رایې ورکولو کارت غواړي خو نه ور ور رسیږي.

محور لیکلي، چې خلک په ځینو مرکزونو کې له سهاره تر مازدیګره ولاړ وي خو کارت نه ور رسیږي.

ورځپاڼې لیکلي دا مهال په ټول هېواد کې د رایې ورکووونکو د نوم لیکنې یو څلویښت مرکزونه پرانیستي دي چې خلکو ته نه شي رسیدای.

په مطلب کې راغلي ځیني کاندیدان خلک د دې لپاره چې دوه کارتونه واخلي له یوه ولایت بل ولایت ته د نوم لیکنې لپاره بیايي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله د افغانستان په اړه د یوه کاناډايي لیکوال او ژورنالست د څرګندونو په اړه لیکلې.

په سرمقالې کې راغلي د براین ستوورت په نوم غه کاناډايي لیکوال ویلي چې امریکا د افغانستان په جګړې کې یو څه غوښتل او اروپايي متحدینو یې بل څه.

ویسا لیکلي دا یو تریخ واقعیت دی چې په تیرو څو کلونو نه یوازې د افغانانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ همغږي وه او نه هم د امریکا او متحدینو ترمنځ یې.
XS
SM
MD
LG