د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

افغانستان ته د نویو ځواکونو پر استولو تبصرې


بریتانوي انډیپنډنت ورځپاڼه لیکي، له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو سره نویو شخړو د دې هېواد د جمهوري ریاست انتخابات له ګواښ سره مخ کړي دي.

انډیپنډنت د طالبانو وروستي خبرداري ته اشاره کړې چې ویلي یې دي چې د حمل د شپاړسمې د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره به له ټول ځواکه کار واخلي.

د ورځپاڼې په وینا کارپوهانو اندیښنه څرګنده کړې چې؛ که یو شمېر بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتې نه شي، ښایي دا هېواد بیا په کورنۍ جګړه کې ښکیل شي.

خو انډیپنډنت د چتهام هوس د تحقیقاتي مرکز د پخواني سلاکار او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خاص استازي پخواني مرستیال مایکل کیتنګ له قوله وایي، دی په دې باور دی چې پر افغان ځواکونو دوامداره پانګونه په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې د مخنیوي لپاره ضروري ګڼل کیږي.

دي اولمپین ورځپاڼې افغانستان ته د نویو ځواکونو د استولو پر موضوع یوه لیکنه چاپ کړې او لیکي:

د لوییس مککورد د پوځي اډې په سلګونو عسکر په را روان پسرلي کې افغانستان ته ځي ترڅو د دې هېواد پر جنوب او لویدیځ هوایي قلمرو کنټرول ټینګ کړي.

د ورځپاڼې په وینا دغه اقدام ښایي په افغانستان کې د جګړې د وروستیو ورځو نښه وي.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د امنیت د ټینګښت لپاره د هوایي شپاړسمې محارب لوا دغه سرتیري باید په خپل وخت افغانستان ته ورسیږي.

د امریکایي ځواکونو د دغې لوا قومندان ډګروال پاول میلي وایي، د افغانستان د انتخاباتو نتیجه که هرڅه وي، د هوایي ځواکونو دغه نوي عسکربه د پلي ځواکونو د خوندي کولو او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو په وتلو کې کلیدي رول ولوبوي.

او ای پي اس یا انترپرس سرویسیز خپرونې د انتقالي عدالت مسله را اخیستي او لیکي، د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته په ورنژدې کیدو سره، خلک دا پوښتنه کوي چې ایا نوی حکومت به هم له بشري حقونوڅخه د پراخو سرغړونو میراث پټ وساتي او کنه؟

خپرونې په بامیان کې د بشر د حقوقو د مدني ټولنې د سیمه ییزې شبکې د هم اهنګ کوونکي اسماعیل ‌ذکي له قوله لیکلي چې وایي، د سولې د ټینګیدو لپاره عدالت ضروري دی او له عدالت پرته سوله به یوه غیر حقیقي سوله وي چې پیاوړې به نه وي او نه به هم پایښت ولري.
XS
SM
MD
LG