د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

د کریمیا په ټول پوښتنه کې "۹۵,۵" ګډونوالو مثبتې رایې ورکړي


د اوکراین د کریمیا سیمه ییز چارواکي وايي، له روسیې سره د دې جمهوریت د یوځای کېدو په اړه د ټول پوښتنې په سلو کې پنځه نوي اعشاریه پنځه ګډونوالو مثبتې رایې ورکړې دي.

د اوکراین حکومت او لویدیځو هېوادونو دا ټول پوښتنه غندلې ده او غیرقانوني یې بللې ده. د کریمیا سیمه ایز چارواکي وايي، دا ارقام یې د ټولې ټول پوښتنې د نیمايي شمېرل شویو رایو له مخې ورکړي.

د روسیې ولسمشر ویلي دي، چې دا ټول پوښتنه قانوني وه او مسکو یې د نتایجو درناوی کوي.

متحدو ایالاتو او اروپايي ټولنې په کریمیا کې، له روسیې سره د دې جمهوریت د یوځای کېدو په اړه دا ټول پوښتنه چې د دوی په وینا د اوکراین د اساسي قانون او نړېوالو قوانینو سره پر ضد ده رد کړې.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې چې پرون د ټول پوښتنې د بهیرله پای ته رسېدو وروسته خپره شوه ویلي، نړۍ به د هغې ټول پوښتنې نتایج ونه مني چې د تشدد د ګواښ او د روسي پوځ د ویرې تر شرایطو لاندې ترسره شوي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني په یوه لیکلي بیان کې ویلي دي چې پر اوکراین پوځي یرغل او د نړېوالو قوانینو تر پښو لاندې کول به د روسیې لپاره نه یوازې د امریکا او د امریکا د متحدانو د اقداماتو، بلکې د روسیې د خپلو بې ثباتوونکو اقداماتو له وجې په خورا ګرانه بیه تمام شي.

د اروپايي ټولنې جګپوړو چارواکو هم دا ټول پوښتنه غیرقانوني او غیرمشروع بللې ده.

د اروپايي کمیسیون مشر خوزې مانوېل بروسو او د اروپايي شورا مشر مشر هرمان وان رامپوی په یو ګډ بیان کې ویلي دي چې د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیران به د دوشنبې په ورځ د مسکو پر ضد د اضافي اقداماتو په اړه پرېکړه وکړي.

د برتانیا او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو هم په جلا بیانونو کې دا ټول پوښتنه رد کړې خو د کریمیا مسکو پلوي صدراعظم سیرګي اکسیونوف د کریمیا په مرکز سیمیروپول کې د خلکو یوې لویې ګڼه ګوڼې ته چې د روسیې بیرغونه یې رپول په وینا کې د ټول پوښتنې پر نتایجو خوښي څرګنده کړه:

″موږ دا کار په ګډه وکړ، ستاسو او ستاسو له اتلولۍ څخه مننه، له روسیې، د روسیې له خلکو او ولسمشر پوتین څخه مننه، زموږ دا بریا هېڅوک نشي رانه اخیستلای.

موږ پر روسیه ورګډېږو. هورا! تاسو ټولو ته دې مبارک وي.″


په همدې حال کې کرېملېن خبر ورکړی چې ولسمشرولادیمیرپوتین د جرمني صدراعظمې انګېلامېرکل ته په ټیلفوني خبرو کې ویلي چې دا ټول پوښتنه له نړیوالو قوانینو سره سمون لري. پوتین ویلي چې روسیه به د کریمیا د رای ورکوونکو د انتخاب درناوی وکړي.

د ټول پوښتنې اصلي پوښتنه داسې وه چې ایا کریمیا، چې په سلو کې نژدې شپېته اوسېدونکي یې روسان دي، له اوکراین څخه جلا او پر روسیې ورګډه شي او که پراخه کورواکي (خودمختاري) واخلي.

د اوکراین حکومت دا ټول پوښتنه د سرکس هغه ننداره بللې چې د مسکو دسرنیزې په زور ولوبول شوه. داوکراین صدراعظم ارسیني یاسینیوک ژمنه وکړه چې ټول هغه کسان به محاکمه کړي چې د روسي سرتېرو په ملاتړ یې په کریمیا کې بېلتون پالنه پیاوړې کړه.

د کریمیا چارواکي وايي، چې د کریمیا د پارلمان یو هیات نن مسکو ته ځي څو له روسیې سره د کریمیا د یوځای کېدو پر راتلونکو پړاوونو خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG