د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

عبدالرحیم وردګ له خپلې کاندیداتورۍ څخه لاس په سر شو


د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتوته یو کاندید عبدالرحیم وردګ له خپلې کاندیداتورۍ تېر شو.

جنرال عبدالرحیم وردګ د جمهوري ریاست لپاره له خپلې کاندیداتورۍ څخه د تېرېدو خبر په کابل کې په خپل کور کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې ورکړ.

د یکشنبې په ورځ نوموړي په دې خبري کنفرانس کې د خپلې دې پرېکړې د علت له بیانولو ډډه وکړه. خو ویې ویل د هیچا په ګټه نه تیریږي:

"ګرانو او درنو هېوادوالو په داسې حال کې چې نه غواړم پر ټولو هغه عللو او عواملو رڼا واچوم چې؛ زما د پرېکړې د بدلون سبب شول او له همدې کبله بېله دې چې له کوم بل ټاکنیز ټیم سره یو ځای شم؛ د۱۳۹۳ لمریز کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې له خپلې نوماندۍ نه انصراف کوم."

ښاغلي وردګ وویل چې، انتخاباتي کمپاین یې هم له او له سره قصداً ورو روان و. خو هغه وویل چې، دا پریکړه یې د قدرت یا امتیاز د ترلاسه کولو لپاره نه ده کړې.

وردګ وویل چې، د خپلې پرېکړې عامل به وروسته په ډاګه کړي.

په دې سره دافغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو شمېر نهو ته راټیټ شو.

تردې مخکې د جمهوري ریاست یو بل کاندید عبدالقیوم کرزی د زلمي رسول په ګټه تیر شوی و.

داسې اوازې هم شته چې د ځینو نورو کاندیدانو ترمنځ خبرې روانې دي چې؛ د یوبل په ګټه تیر شي.

د افغانستان د انتخاباتو کمیسون چاوراکي وايي چې؛ د جمهوري ریاست د کاندیدانو له خوا د یو بل په وړاندې تېرېدل او یا هم په انتخاباتو کې له ګډون څخه انصراف کول د دوی خپله شخصې پریکړه ده او انتخاباتو ته د دوی په تیاریو باندې کوم تاثیر نه کوي.
XS
SM
MD
LG