د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

وردک: اداري فساد او د خلکو بې غوري د تړلو ښوونځيو یو لامل دی


د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، چې په دې هېواد کې د ښوونځيو د تړل کیدو علت د ناامنیو ترڅنګ اداري فساد، د زورواکو مداخلې او د خلکو غفلت دی.

د پوهنې وزیرغلام فاروق وردک د دې وزارت د پروګرامونو د ودې، پرمختګ، انسجام او همغږې په کلنۍ غونډه کې وویل، ټول هغه کسان یې له دندو لیرې کړي چې د پوهنې په برخه کې یې په اداري فساد کې لاس درلود.

که څه هم تردې وړاندې په افغانستان کې نا امني د سلګونو ښوونځیو د تړل کیدو سبب بلل کیده، خو د پوهنې وزیر وایي، چې د اداري فساد او د خلکو غفلت له کبله هم په دې هېواد کې ډیر ښوونځي تړلي دي.

د پوهنې وزیرغلام فاروق وردک د یکشنبې په ورځ په کابل کې وویل، د دې وزارت ټول هغه کارکوونکي یې له دندو لیرې کړي چې په اداري فساد کې ښکیل وو.

ښاغلي وردک وایي، چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د دې وزارت په کارونو کې مداخله وکړي:

″دا چې ولې ښوونځي تړلي دي، موږ لومړی فکر کاوه چې ناامني یې لامل ده خو اوس پوه شوو چې دوه نورعلتونه هم لري چې، اداري فساد او د خلکو غفلت هم د ښوونځیو د تړل کیدو لامل کیږي.

د پوهنې په پاکه او سپیڅلې لمن کې ډیر مفسد کسان هم وو، خو الحمدالله چې له دې وزارت نه مې وشړل.

په هره بیه چې وو، ډیر ګواښونه یې راته وکړل او لاسونه یې هم ډیر اوږده وو، خو ما قسم خوړلې وو، چې ودې پيژنم چې خاین یې والله کې دې پریږدم.″


په افغانستان کې دا مهال څه باندې درې سوه ښوونځی تړلي دي، چې مخکې تردې یې د تړل کیدو علت نا امني بلل کیده.

د پوهنې وزیرچې د دې وزارت د پروګرامونو د ودې، پرمختګ او انسجام په کلنۍ غونډه کې یې خبرې کولې وویل، چې هڅه کوي د را روان لمریزکال تر نیمايي پورې ټول تړلي ښوونځي بیرته پرانیزي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال لس نیم میلونه ماشومان ښوونځیو ته ځي، خو په نوي لمریزکال کې به یو اعشاریه اوه میلونه نوي زده کوونکي هم ښوونځیو کې جذب شي.

د پوهنې وزارت چارواکو وویل، چې دا مهال په ټول هېواد کې دوه لکه او یو ویشت زره ښوونکي په ښوونځیو کې زده کوونکو ته سبق وایي.

د پوهنې وزارت دې غونډې ته له ولایتونو نه یو شمېر راغلیو مسولینو هم تایید کړه چې؛ په ځینو ولایتونو کې پر ناامنیو سربیره د اداري فساد له امله هم یو شمېر ښوونځي تړلي پاتې دي.

د ارزګان ولایت او هلمند ولایتونو د پوهنې رییسانو احسان الله ناشر او عبدالمتین جعفر ازادي راډيو ته وویل، چې ډیرکله د کار پرمهال له ډول ډول ستونزو سره مخامخ کیږي.

سره له دې چې په تیرو دولسو کلونو کې په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي خو لاهم د دې هېواد په ځینو سیمو په تیره لرې پرتو کلیو کې زرګونه ماشومان په ځانګړې توګه نجونې ښوونځيو ته نه شي تلی.

که څه هم څیړونکي په ځینو سیمو کې وسله وال مخالفان د دې ستونزې لامل بولي خو یو شمېر کسان وایي، چې په ولایتونو کې د پوهنې وزارت ځیني مسوولان هم خپلې دندې په سم او لازم ډول نه ترسره کوي.

په ولایتونو کې یوه بله جدي ستونزه چې ورته ګوته نیول کیږي، هغه په ښوونځیو کې ټیټ درسي کیفیت دی چې علت یې د ډیرو ښوونکو ټیټه تحصیلي سویه او په وخت ښوونکو ته د تنخواوو نه ورکول بلل کیږي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG