د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

"که کوم دولتي مقام په کمپاینونو کې مداخله وکړي له دندې به لرې کړای شي"


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هغو ټولو دولتي چارواکو ته چې د کاندیدانو په انتخاباتو مبارزو کې مداخله کوي خبرداری ورکړ چې؛ له دی کاره دې ډډه وکړي.

د دې کمیسیون ريیس ډاکتر یوسف نورستاني د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ هر دولتي چارواکی که په هره سطح کې وي او پرې ثابته شي چې، په انتخاباتي مبارزو کې یې د کوم کاندید په ګټه یا زیان غیرقانوني فعالیت کړی، له دندې لیرې کول به یې جمهورريیس ته پیشنهاد کړي:

"ټولو دولتي چارواکو ته خبرداری ورکوو چې په قطعی توګه دې په انتخاباتو کې د کوم کاندید په ګټه یا زیان فعالیت ونه کړي. که داسې یو چارواکی که ولسوال وي، که والي، افسر، یا وزیر د برطرفۍ پیشنهاد به یې زموږ له طرفه جمهور رییس ته وړاندې او له دندې به ګوښه شي."

ښاغلي نورستاني وویل، اوریدل شوي چې، ځینې چارواکي د جمهوري ریيس له نامه او مقام څخه ګټه اخلي او هڅه کوي، د خپلې خوښې له کاندید سره مرسته وکړي.

ده وویل، دا د قانون خلاف عمل او مخنیوي ته به یې هڅې نورې هم تیزې شي.

ښاغلي نورستاني دا هم وویل، د اوسنی حکومت لږه موده پاتې ده؛ هیله ده چې په دغو انتخاباتي شرايطو کې د دولتي مقاماتو له تغیر او تبدیل څخه ډډه وشي.

ده وویل، اوسنی دولت دې د پستونو تبدیلۍ نوی حکومت ته پریږدي.

د کاندیدانو د انتخاباتي مبارزې د پیل دمخه جمهورريیس کرزي پر ټولو دولتي چارواکو تاکید کړی چې؛ په انتخاباتي مبارزو کې دې د یوه کاندید د ګټې یا زیان په مقصد مداخله نه کوي.

فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو چارواکي وایي؛ په انتخاباتي مبارزو کې د چارواکو مداخله د انتخاباتو شفافیت ته زیان رسولی شي.

د دې بنسټ انجراییوي ریيس جانداد سپین غر ازادي راډیو ته وویل:

"د انتخاباتو عدالت په همدې کې دی چې؛ دولتي چارواکي په کې مداخله ونه کړي. که مداخله نه وي قانوني خدمات ټولو ته برابر رسیږي اوکه نه حق به حقدار ته ونه سپارل شي."

ځیني خلک هم وایي، په انتخاباتي مبارزو کې به د چارواکو مداخله د دوی د حقونو ترپښو لاندې کول وي.

د افغانستان د جمهوری ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات به د راتلونکي لمریز کال د حمل په شپاړسمه ترسره شي. دې انتخاباتو ته یوولس تنه ولاړ دي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG