د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

کریمیا به له روسيي سره پاتې شي او که د اواکراین سره؟


د اواکراین په کریمیا سیمه کې لانجمنه ټول پوښتنه یا ریفراندم پیل شوی.

د دغې سیمې خلک چې اکثره یې روسان دي، نن پریکړه کوي چې ایا له اوکراین سره پاتې شي او پراخه خودمختاری ولري او که له روسیې سره یوځای شي.

د امریکا متحدو ایالتونو او اروپایې اتحادیې دغه ریفراندم غندلی او هغه یې غیر قانونی بللی دی.

د اوکراین د کریمیا خلک نن رایې ورکوي چې له اکراین سره پاتې شي او که له روسیې سره یوځای شي.

د رایې ورکولو مرکزونه نن په سیمه ییزو خت په اتو بجو پرانیستل شوي او تر اتو بجو پورې به د خلکو پرمخ خلاص وي.

د کریمیا د نفوس په سلو کې شپیته روسان تشکیلوي او پاتې نور یې په قوم تاتاران او اکراینیان دي.

په دغه ریفراندم کې دوه پوښتنې مطرح شوي:

یوه یې له اوکراین سره د پراخې خودمختارۍ پر مسالې څرخي او بله هم دا سیمه له روسیې سره یوځای کوي.

تمه ده، چې د کریمیا ډیر اوسیدونکي به له روسیې سره د دې سیمې یوځای کیدو ته رایه ورکړي.

روسیې پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پریکړه لیک ویټو کړ، چې د کریمیا نننۍ ټولپوښتنه یا ریفراندم یې غیرقانوني بللې ده.

د امنیت شورا دیارلسو غړیو دغه پریکړه لیک منظور کړ او د مسکو متحد پیکنګ ممتنع رایې ورکړه.

په امنیت شورا کې د امریکا استازي سامانتا پاویر وویل:

″روسیې هغه لاره چې مخ ته نیولې نه شي کولای هغه حقیقت بدل کړي ځکه هغه په ښکاره له نړېوالو قوانینو سره په تضاد کې ده او عواقب به ولري او نه هم کولای شي د کریمیا موقف بدل کړي.

کریمیا نن د اکراین یوه برخه ده، هغه به سبا هم د اوکراین برخه وي، راتلونکې اونۍ به هم د اوکراین برخه وي.

کریمیا به ترهغو پورې د اوکراین یوه برخه وي چې د دې سیمې موقف د اوکراین او نړېوال قانون پر اساس بدلیږي.″


د روسیې د بهرنیو چار وزیر سرګي لاوروف د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ته وویل، چې د کریمیا ریفراندم په بشپړه توګه له نړېوال قانون سره برابر دی.

لاورف پرون کري ته په ټیلیفوني خبرو کې دغه راز وویل، چې د اکراین چارواکي باید د ده په وینا د هغو فاشیستي او افراطي ډلو مخه ونیسي چې په اکراین کې یې پر مخالفینو او روسي ژبو فشار راوستی او هغوي ډاروي.

د امریکا متحدو ایالتونو او اروپایي اتحادیې ویلي، چې که روسیه د کریمیا د ټول پوښتنې د نتیجې په اساس اقدام وکړي او دا سیمه د خپلې خاورې یوه برخه اعلان کړي، سخت بندیزونه به پرې ولګوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې مسکو به د کریمیا د خلکو د هیلو درناوی وکړي.

د اوکراین حکومت ویلي، چې کریمیا نه شي کولای چې په یواځې توګه خپلې چارې سمبالې کړي ځکه دا سیمه د اکراین په بریښنا، انرژۍ او د اوبو په خدماتو پورې تړلې ده.

کریمیا تر۱۹۵۴ کال پورې د روسیې یوه برخه وه.

په کریمیا کې په زرګونو روسي ځواکونه وروسته له هغې ځای پرځای شول چي د اکراین پخوانی ولسمشر ویکتوریانوکویچ د پراخو اعتراضونو په نتیجه کې له قدرته لیرې شو.

د اوکراین د دفاع وزارت ویلي، چې په کریمیا کې د روسي ځواکونو شمېر دوه ویشت زره عسکرو ته رسیږي.

د دغه وزارت سرپرست انترفاکس اژانس ته ویلي، چې د هغه تړون له مخې چي له روسیې سره شوی، دا هېواد کولای شي په کریمیا کې د تورې بحیرې په پوځي اډه کې په ۲۰۱۴ کال کې تر دولس نیم زرو پورې عسکر ولري، خو روسیې دغه شمېر زیات کړی او اوس تر۲۲ زرو پورې روسي عسکر په سیمه کې ځای پرځای شوي دي.
XS
SM
MD
LG