د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

د ولسمشر کرزي د کلنۍ وینا په اړه تبصرې


د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې ملي شورا ته د ولسمشر حامد کرزي د کلنۍ وینا په اړه مقالې او تبصرې لیکلي دي.

ویسا:

د ویسا ورځپاڼې په سرمقالې کې راغلي د ولسمشر په وینا کې تر ټولو د پام وړ ټکی د ده هغه ارمان و، چې ترسره نه شوه او هغه په هېواد کې د بشپړې سولې راتګ دی.

ویسا لیکلي په دې وینا کې ولسمشر راتلونکې حکومت ته هم پیغام ورکړ، چې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کولو په اړه دې په هېواد کې د سولې شرط په نظر کې ونیسي.

په سرمقالې کې راغلي که څه هم په دې کې هیڅ شک نشته چې ولسمشرکرزي په تیرو دیارلسو کلونو کې د ولس غوښتنو ته هغسې ځواب ونه وایه چې ترې تمه یې وه.

خو د سرمقالې د لیکوال په باور په بهرني سیاست، له هېوادونو سره د اړیکو او د سولې او امن په اړه د ولسمشر کرزي دریځونه د ستایلو دي.

محور:

محور ورځپاڼې په یوه مطلب کې د ولسمشر هغه خبره څیړلې چې ویې ویل، اساسي قانون باید تعدیل او اصلاح شي.

په مطلب کې راغلي چې د ولسمشر دې خبرې د خطر زنګونه وکړنګول.

د مطلب د لیکوال په باور ښايي ولسمشر له کوم کاندید سره د خپل راتلونکې قدرت په اړه معامله کړي وي.

محور لیکلي ولسمشر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د افغانستان اساسي قانون د سیمې په کچه تر ټولو عصري قانون دی.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د ولسمشر دا خبره راخیستي چې ویلي یې دي، د بیان ازادي په افغانستان کې د ولسواکۍ یوه لویه لاسته راوړنه ده.

په مطلب په بل سرلیک کې د ښاغلي کرزي له قوله راغلي، افغانانو د انګليس، روسانو او امریکا باداري ونه منله نو د پاکستان باداري به هیڅکله هم ونه مني.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په یوه مطلب کې د محمد قسیم فهیم د ځایناستي د ټاکلو موضوع څیړلې ده.

په مطلب کې راغلي ښايي ولسمشر په راتلونکو دریو ورځو کې خپل نوی لومړی مرستیال وټاکي او په دې اړه له ځینو جهادي مشرانو سره مشورې پیل شوي دي.

ملي ارمان لیکلي تر اوسه پورې د بلخ والي عطا محمد نور، یونس قانوني، د دفاع وزیر بسم الله محمدي او د سولې د شورا رییس صلاح الدین رباني دې څوکۍ ته مطرح شوي دي.
XS
SM
MD
LG