د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

پاور: روسيه حقايق نه شي ويټو کولاى


د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت د کريميا د شمال په ١٠ کيلومترۍ کې د روسي پوځيان پر پياده کېدو خپل شديد اعتراض څرګند کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې پرون د اوکراين په کريميا کې د پلان شوې ټولپوښتنې د باطل اعلانولو لپاره د يوه پرېکړه ليک مسودې ته رايه اچونه وشوه.

روسيې دغه پرېکړه ليک ويټو کړ.

د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ويل شوي چې د روسيې د فدراسيون د وسلوالو ځواکونو ٨٠ پوځيان چې څلورو جنګي څرخي الوتکو او درېيو زغروالو موټرونو يې ملګرتيا کوله پرون يې د خيرسون سيمې ستريل کووه کلى په خپله ولکه کې راوست.

د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت دا د اوکراين پر قلمرو يو يرغل وباله او ويې غانده او له روسيې يې وغوښتل چې خپل پوځيان دې ژر تر ژره له سيمې وباسي.

د اوکراين د سرحدي ساتونکو يوه وياند اوله سلوبودان وويل، چې شا وخوا ١٢٠ روسي پوځيانو په ستريل کووه کې د طبيعي ګازو پر يوه ذخيره ولکه ټينګه کړه.

د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت وايي حق لري چې د روسيې د دې پوځي يرغل د مخنيوي لپاره هر ډول ضروري اقدامات وکړي.

اټکل کېږي چې له ١٥زرو نيولې تر ٢٠زرو پورې روسي پوځيان له تېرو دوو اوونيو راهيسې په کريميا کې دي.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې سمانتا پاور پرون د اوکراين پر لوري د روسي پوځيانو د مخکې تګ مسئله په ظالمانه ډول د بحران د زياتولو يوه هڅه وبلله.

پاور پرون د ملګرو ملتونو په مقر کې وه. امنيت شورا د هغه پرېکړه ليک طرحې ته رايه ورکړه، چې له مخې يې په کريميا کې پلان شوې ټولپوښتنه بې اعتباره اعلانوي، خو روسيې له تمې سره سم، دغه پرېکړه ليک ويټو کړ.

چين هېڅ رايه ونه کاروله، خو د دې شورا ١٣ نورو غړو دغې مسودې ته مثبته رايه ورکړه.

کله چې د پرېکړه ليک تصويب ناکامه شو، په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې سمانتا پاور وويل، روسيه ښايي د رد يا ويټو صلاحيت ولري، خو حقايق نه شي بدلولاى:

″د ملګرو ملتونو تر منشور لاندې د روسيې فدراسيون دا ځواک لري چې د امنيت شورا يو پرېکړه ليک ويټو کړي، خو دا صلاحيت نه لري، چې حقايق ويټو يا رد کړي″

د روسيې خبري اژانسونو داسې راپورونه خپاره کړي، چې ګواکې د روسيې د بهرنيو چارو له وزارت څخه غوښتنې شوي، چې په اوکراين کې ملکيان خوندي کړي.

پاور ټينګار وکړ، روسيه به هم تمه لري چې په کريميا او د اوکراين په ختيځ کې د خپلو اقداماتو له کبله مجازات شي.
XS
SM
MD
LG