د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

خوست: پولیسو پنځه تنه د مخدره توکو د کاروبار په تور نیولي



نجیب الله الوخېل

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د نوموړي ولایت په مربوطاتو کې يې پنځه کسان، چې مخدره توکي لکه چرس، پوډر، ایروئین، خودساخته شراب او نور نشه لرونکي توکي يې خرڅول او یا یې یوې سیمې نه بلې سیمې ته لېږدول، لاس په لاس نیولي او له دوی څخه یوه اندازه چرس او نور نشه يي توکي هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.

خوست د افغانستان په سویل ختیز زون کې یو داسې ولایت دی، چې په دودیز ډول په کې نشه يي تو کي نه کرل کیږي، خو په نشو د روږدو کسانو یا معتادینو شمېر په کې په ډېریدو دی او تر اوسه هم په کلیوالي هټیو او د یو شمېر کاروباریانو په کورونو کې دا ډول نشه يي توکي په ازاده خرڅيږي.

د شنبې ورځې ناوخته خوست امنیه قوماندان سمونوال فیض الله غیرت د پولیسو د مخدره توکو پرضد ادارې انګړ کې ازادۍ راډیو ته وویل، چې پولیسو په دې وروستیو کې د مخدره توکو د استعمال، قاچاقو همدارنګه پېر او پلور په مقابل کې جدي اقدامات کړي او په لسګونو کسان يې د نشه يي توکو د کاروبار په تور نیولي او اړوندو عدلي او قضايي ادارو ته يې ورپېژندلي دي.

فیض الله غیرت وړاندې وویل، چې د تېرې اونۍ تردستګیریو وروسته يې دادی پنځه نور کسان د مخدره توکو د خرڅولو او یوې سیمې نه بلې سیمې ته د لیږدولو په تور نیول شوي، همدارنګه د دوی سره یې یوه اندازه نشه يي توکي هم لاس په لاس نیولي دي:

"د خوست ملي قهرمان پولیس بیا هم توانیدلي دي، چې لکه څرنګه جې د مخدره توکیو پر ضد يې جدي مبارزه روانه کړې ده، بیا هم تاسو وینئ چې څو کسان يې د چرسو او نورو نشه يي توکو د خرڅولو کاروبار يې کولو، ملي پولیسو نیولي دي.

تېره هفته هم تاسو ولیدل، چې په ډېره اندازه مخدره توکي مختلف النوع لکه پوډر یانې هیروئین، چرس او خود ساخته شراب دوی نیولي وو."


په خوست کې هم د افغانستان د نورو سیمو په شان په زرګونو کسان د نشه يي توکو په استعمال روږدي دي، کتونکي په دې اند دي، چې پولیس او کشفي ادارې باید خوست کې د مخدره توکیو د استعمال پر وړاندې اقدامات وکړي.
XS
SM
MD
LG