د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

"د جګړې په ميدان کې مو وبايلله خو بريالي يوو"


د افغانستان د ولسمشرحامد کرزي د پرونيو "شنبې کب۲۴مه" څرګندونو په اړه څو لوېديځو ورځپاڼو ليکنې خپرې کړي دي.

د بريتانيا ګارډين ورځپاڼې په دې اړه خپلې ليکنې ته دا عنوان ورکړی:

"حامد کرزي ټينګار کوي چې امريکايان به پرېنږدي چې په افغانستان کې پاتې شي."

ورځپاڼې دا ليکنه د ولسمشرکرزي د هغو څرګندونو په اړه چاپ کړې چې پرون يې د ولسي جرګې غونډې ته وکړه او په ترڅ کې يې د انتخاباتو، امنيتي موافقې او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه نظر څرګند کړ.

ورځپاڼه وايي، د افغانستان ولسمشر وويل، د امريکا متحد ايالتونه د سږ کال په پاي کې له افغانستانه خپل پوځيان ايستلي شي ځکه چې افغان امنيتي ځواکونه د دې جوګه دي چې د ټول افغانستان امنيت وساتي او اوس هم د هيواد د ۹۳ فيصده خاورې ساتنه په خپله کوي.

ورځپاڼه وايي چې کرزي وويل چې که امريکا د تروريستانو په ځالو او د تروريستانو په ملاتړکوونکو هيوادونو پسې ورغلې واي په افغانستان کې يې سوله راوستلي شواي.

ده په طالبانو ږغ وکړ، چې د سولې له بهير سره يوځای شي او پاکستان يې د طالبانو د مشرانو پر ساتنې تورن کړ.

کرزي همدا راز پاکستان د طالبانو د مشرانو پر وژلو تورن کړ، ويې ويل دغو مشرانو، چې سږ کال ووژل شول، غوښتل چې د سولې د بهير ملاتړ وکړي.

د متحده عربي اماراتو (دي نشنل) ورځپاڼې هم د کرزي په پرونيو څرګندونو تبصره کړې او ويلي يې دي چې د افغانستان ولسمشر ولسي جرګې ته په خپله وروستۍ وينا کې امريکا ته ګوزار ورکړ.

د کاناډا ګلوب انډ مېل ورځپاڼې بيا د افغانستان په اړه په يوه مقاله کې په افغانستان کې د کاناډايي پوځيانو ماموريت څېړلي دي.

د دې مقالې سرليک دي: «د جګړې په ميدان کې مو وبايلله خو بريالي يوو.»

د ليکنې په پيل کې ويل شوي:

«د يخي پر سر د هاکي د ليګ په ډېرو مسابقو کې يو شمېر کاناډايي پوځيان خلکو ته ورپېژندل کېږي. خلک د هغوي د ورمعرفي کولو په مهال درېږي او درناوي يې کوي. د افغانستان تر ماموريت مخکې د کاناډايي پوځيانو په وړاندې د خلکو دا ډول عکس العمل تقريباً ناشوني و.»

د مقالې د ليکوال په نظر، که په افغانستان کې د کاناډايي پوځيانو ماموريت بريا ولري، نو هغه به د کاناډ له پوځيانو سره د خلکو د اړيکو ټينګېدل وي.

د دې مقالې په بله برخه کې راغلي چې دې سرتېرو خپل سرونه له خطر سره مخامخ کړل، قرباني يې ورکړه، له همدې کبله يې هغه احترام چې له لاسه ورکړي و، بېرته ترلاسه کړ.

د ګلوب انډ مېل ورځپاڼې له ليکنې سره سم، دا هماغه توقع وه چې کاناډايي پوځيانو د افغانستان له ماموريته لرله.
د افغانستان په ماموريت کې د کاناډا يو ديپلومات او ۱۵۸ سرتېري ووژل شول.

ګلوب انډ مېل ليکي، وروستي کاناډايي پوځي افغان امنيتي ځواکونو ته له درې کاله روزنې وروسته تېره اوونۍ ووت او خپل هيواد ته ستون شو.
XS
SM
MD
LG