د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

ولسمشر کرزی: افغانستان به هیڅکله د پاکستان تابع نه شي


د افغانستان جمهور ريیس حامد کرزی وايي چې د پاکستان مشران په دې پوهیدلي چې، افغانستان هیڅکله د پاکستان تابع او فرمانبرداره کیدلی نه شی.

ښاغلي کرزي وویل، هېواد یې چې شوروي، امریکا او انګلستان ته تسلیم شوی نه دی، پاکستان ته به هم تسلیم نه شي.

"د پاکستان مشرانو ته مې نن دا پیغام دی چې؛ پر افغانستان د شوروي د حملې وروسته دا هڅه شوې چې؛ افغانستان پاکستان ته تسلیم اوسي. دا ناممکنه ده. افغانستان له پاکستان سره یوازې دوستي غواړي هېڅ یو افراطي عمل او زور موږ د چا تابع کولی نه شي."

ښاغلي کرزي دا خبرې د شنبې په ورځ د ملي شورا د شپاړسمې دورې د څلورم تقنیني کال د پیل پرمهال د دې شورا د دواړو جرګو په ګډه غونډه کې وکړې.

ښاغلي کرزي وویل، افغانستان او پاکستان دواړه په سیمه کې د تروریزم له موجودیت څخه رنځیږي او په کار ده چې، دواړه هېوادونه د دې رنځ ورکولو ته یو له بل سره رښتیني همکاري وکړي.

ښاغلی کرزي وویل، پوهیږي چې، د طالبانو مشرتابه په پاکستان کې هوسا ژوند لري.

جمهور ريیس کرزي داهم وویل، هرکله چې د طالبانو ځینو غړو د سولې لپاره له افغان حکومت سره مذاکراتو ته زړه ښه کړی؛ په خواښینۍ سره په پاکستان کې یا بندیان شوي او یا وژل شوي په تېره په دوبۍ کې د معتصم اغاجان په مشرۍ له ځینو طالب مشرانو سره له لومړیو مذاکراتو وروسته.

ښاغلي کرزي وویل، له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کېدو مخالف نه دی؛ خو شرط دا دی چې د سولې پروسه ورسره جوخته پیل شي.

"د افغانستان خلک سوله د خپل ژوند اساس ګڼي د هربل هېواد او هربل ملت غوندې. هرهېواد چې موږ سره تړون لاسلیک کول غواړي باید موږ ته سوله هم راولي؛ څو موږ په سوله او هغوی په ګټه کې ژوند وکړي."

جمهورريیس کرزی وویل، باور لري چې د افغانستان د سولې له ټینګښت او ثبات سره امریکا او پاکستان مرسته کولی شي.

کرزی له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک کېدو ته په خپلو شرطونو په داسې حال کې تاکید کوي چې؛ په دې وروستیو کې ځینې امریکایي چارواکو ویلي چې؛ یاد امنیتي تړون به د افغانستان له راتلونکي جمهور ريیس سره لاسلیک کړي.

بل خوا پاکستانیو چارواکو تل د افغان چارواکو انتقادي څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي، چې تر خپلې وسې هڅه کوي؛ تر څو د افغانستان د سولې له پرسوې سره مرسته وکړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG