د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۴۳

لاوروف: روسیه اوامریکا د اوکراین په اړه واحد نظر نه لري


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د جمعې په ورځ په لندن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کري سره وکتل او له خبرو وروسته یې وویل چې؛ دواړه اړخونه د اوکراین په اړه اختلاف لري:

"د اوکراین په اړه د بهرنیو هېوادونو او بهرنیو ملګرو عملي اقداماتو ته په کتنې، موږ د وضعې په اړه واحد نظر نه لرو. مخالفت دوام لري، خو البته خبرې ګټورې وې او په دې توګه موږ د حالاتو په اړه د یو بل په دریځ ښه پوه شولو."

لاوروف وویل، روسیه به د یکشنبې په ورځ د کریمیا د خلکو د ټولپوښتنې درناوی وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري له سرګي لاوروف سره له کتنې وروسته په جلا خبرو کې وویل؛ متحده ایالات او نړېواله ټولنه به د کریمیا د ټولپوښتنې نتیجه ونه مني او دا ځکه چې دا له شا نه د اوکراین د سیمې جلا کیدل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره د شپږوساعتونو خبرو نتیجه دا وه چې؛ د روسیې جمهور رییس ولادمیر پوتین به په کریمیا کې له ټولپوښتنې وروسته د عمل پرېکړه وکړي:

"له زیات بحث وروسته، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په څرګند ډول وویل چې؛ جمهور رییس پوتین به د اوکراین په اړه د یکشنبې د ورځې ټولپوښتنې پورې کومه پرېکړه ونه کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه؛ دی او لاوروف سلا شول چې، په راتلونکو ورځو کې به اړیکې ټینګوي؛ خو دا یې هم په ډاګه کړه چې، روسیه به له عواقبو سره مخامخه شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نړېوال احتمالي بندیزونه بې ګټې وبلل او زیاته یې کړه چې؛ مسکو اوکراین ته د عسکرو استولو اراده نه لري.

په عین حال کي د اوکراین سرپرست جمهور رییس السکانډر تورچینوف د جمعې په ورځ هغو اوکرایني عسکرو ته وینا وکړه چې؛ د مرکز کییف ښار د شمال په ۱۵۰ کیلومترۍ کې پوځي تمرینات کوي.

"دا په پام کی لرۍ چې فدرالي روسیې خپل ځواکونه خودمختارې سیمې د کریمیا جمهوریت ته راوړي دي او زموږ د هېواد په شمالي؛ ختیځو او جنوبي پولو کې یې خپل پوځي قطعات ځای پرځای کړي دي؛ د اوکراین وسله وال ځواکونه د پوره څار په حال کې دي."

له بلې خوا د اوکراین صدراعظم ارسینې یاتسینیوک چې د جمعې په ورځ د واشنګټن له سفر نه کییف ته ستون شو؛ په هوایي ډګر کې يې خبریالانو ته وویل؛ چې متحده ایالاتو له اوکراین سره د نورو یو میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه او له جمهور رییس بارک اوباما او نورو چارواکوسره له کتنو او خبرو وروسته په دې مرستو کې ۶۰۰ میلونه ډالر نور هم ورزیات شول.

یاتسینوک د روسیې په اړه ویل:

"زموږ په دریځ کي بدلون نه دی راغلی. ما د روسیې استازې ته وویل؛ چې موږ تاسو ته د مذاکرو لاس درغځوو؛ خو تاسو یې په ټوپک او ټانک ځواب راکوئ. وخت تیریږي، خو موږ د روسیې له خوا کومه لېوالتیا ونه لیدله. په حقیقت کې ټوله نړۍ، روسیه د اوکراین په خاوره کې د پوځي مداخلې له امله ملامتوي."

په یوه بل پرمختګ کې، د بخښنې نړېوال سازمان (امنیستي انټرنشل)
په ټول اوکراین کې د بشري حقونو د نړېوالو څارونکو د سمدستي ځای پرځای کولو غږ کړی دی.

د دې سازمان د اروپا او مرکزي آسیا د څانګې مشر جان ډال حوسین وایي؛ وخت باید له لاسه ورنه کړو، د اکراین ځیني برخې د سقوط په حال کې دي او شخړې نورو برخو ته پراخیږي.

د جمعې په ورځ د اوکراین په ختیځ ښار دونیتسک کې د روسیې پلویو او اوکراین پلویو مظاهره کوونکو ترمنځ نښتو کې یو کس مړ شواو یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
XS
SM
MD
LG