د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۱۸

فارن پاليسي: د امنيتي تړون ځنډول له انتخاباتو سره مخالفت زياتوي


اکثرو لوېديځو ورځپاڼو د کابل او واشنګټن ترمنځ پر امنيتي تړون، په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو پر راتلونکي او راتلونکو انتخاباتو تبصرې کړې دي.

فارن پاليسي:

د امريکا چاپ فارن پاليسي ورځپاڼې د ولسمشر حامد کرزي او له امريکا سره د امنيتي تړون په اړه يوه ليکنه خپره کړې ده.

په يوه برخه کې يې راغلي: د ولسمشر حامد کرزي شخصيت د ډېرو په نظر نه اټکلېدونکى او متغيير دى، په ځانګړې توګه له امريکا سره د امنيتي موافقې په اړه.

فارن پاليسي ليکي: د ښاغلي کرزي لپاره، امنيتي موافقه د يوه ستر پروګرام يوه برخه ده، چې انتخابات او په قدرت کې د طالبانو ګډون يې مهمې برخې دي.

ورځپاڼه زياتوي، له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک ځنډېدل، ښايي له انتخاباتو سره د وسلوالو طالبانو مخالفت زيات کړي.

فارن پاليسي د ليکنې په دوام زياتوي: ولسمشر کرزي د خپلې مشرۍ په لومړيو ورځو کې د حکومتدارۍ تجربه نه درلوده او يوازې پر بهرنيو متخصصانو متکي و.

خو د ورځپاڼې په باور، اوس چې د ولسمشر کرزي دوره پاى ته نژدې شوې، د يوه خپلواک هېواد يو تجربه کاره رهبر دى او د قدرداني په ارزښت پوهېږي.

ګارډين:

د بريتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼې تر دې سرليک لاندې يوه ليکنه خپره کړې: افغانستان د انتقال په مرحله کې، ايا وړې تجربې به دوام وکړي؟

ورځپاڼې دICAI په نامه د يوې بريتانوۍ مرستندويې ادارې د مرستو پر اغېز تبصره کړې ده.

دغسې موسسې د افغانستان له اقتصادي ودې سره د بريتانيا د مرستو پر څرنګوالي يوه څېړنه کړې ده.

د ګارډين د ليکنې ليکوال زياتوي، چې په جنورۍ مياشت په کابل کې و، چې د افغانستان د ښاري سيمو د بازارونو ارزونه وکړي.

د ده په وينا، د اقتصادي ودې تر يوې لسيزې وروسته، اوس واړه تجارتونه، دغه راز د سوداګرو او هټيوالو کارونه له رکود سره مخامخ دي.

ورځپاڼې په کابل کې د جاوېد شېرزي په نامه د يوه افغان خياط خبرې رااخيستي چې ويلي يې دي: په کندهار کې دېره د بريتانوي او امريکايي پوځيانو د پوځي درېشيو ګنډلو يې ٣٠ فيصده عوايد جوړول، خو دى وايي اوس يې کار يوازې پنځه فيصده پر بهرنيانو متکي دى.

ګارډين د افغانستان پر اقتصاد دوه مسايل اغېزناک ګڼي. اول د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو راتلونکي انتخابات، چې په نتيجه کې يې رژيم بدل او قدرت انتقالېږي، دويمه مسئله د ٢٠١٤م کال تر پايه له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل.

ډيلي ټېلګراف:

د بريتانيا چاپ ډيلي ټېلګراف ورځپاڼې بيا په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د عمومي قوماندان خبرې رااخيستي دي.

ورځپاڼې د جنرال جوزيف ډانفورډ پر هغه خبرداري تمرکز کړى، چې ويلي يې دي: که ټول بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي، القاعده کولاى شي پر لوېديځ د بريد لپاره له دې هېواد څخه د يوې پوځي اډې په توګه استفاده وکړي.

ډانفورډ د امريکا د مشرانو جرګې د پوځي خدمتونو کمېټې ته وويل، د افغانستان او لوېديځ لپاره د صفر انتخاب يعنې له دې هېواده د ټولو پوځيانو ايستل، خطرناک دى او دا کار القاعده ته روحيه ورکوي.

د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان زياتوي، د امريکا پوځ غواړي په افغانستان کې يې شا و خوا لس زره سرتېري پاتې شي.

ډيلي ټېلګراف د ليکنې په دوام زياتوي: ولسمشر کرزي له امريکا سره د امنيتي تړون له لاسليک څخه ډډه کړې ده، دغه اقدام د هغو امريکايي پوځيانو راتلونکى نور هم تياره کوي، چې کېدى شي تر ٢٠١٤م کال وروسته په افغانستان کې پاتې کېږي.
XS
SM
MD
LG