د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

په کوټه کې چاودنې ١٠ تنه وژلي او ٣٠ يې ټپيان کړي


نن ماسپښين په کوټه کې چاودنه شوې، چي لس تنه پکې وژل شوي او شاوخوا دېرش تنه ټپيان شوي دي. پوليس وايي د چاودنې هدف د ملېشه ځواکونو موټر وو، خو هغوى ته پکې کوم زيان نه دى رسېدلى. د چاودنې مسووليت کومې ډلې تر اوسه لا نه دى منلى.

د جمعې په ماسپښين تر لمانځه وروسته د کوټې ښار په منځ کې يوه ښاري ولسي بس ته نيژدې زوروره چاودنه وشوه، چي شاوخوا څلوېښتو تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله. چاودنه د ښار په منځ کې پر جناح سړک (ساينس کالج) او ملکي روغتون ته نيژدې پر (شهيدانو چوک) باندې وشوه.

پوليس چارواکي وايي، چاودېدونکي مواد په يوه ولاړ بايسکل کې ځاى پر ځاى شوي وو، چي وايي هدف يې د ملېشه ځواکونو ګزمه کوونکى موټر وو، خو هغه د پېښې له ځايه لرې وو او چاودېدونکي مواد د سرياب سيمې پر ولسي ښاري بس باندې ور وچاودېدل.

د چاودنې ږغ په ښار کې تر لرې ځايونو پورې واورېدل شو، پوليس او د مرستندويو ډلو کارکوونکي سمدستي د پېښې ځايه ته را و رسېدل او د چاودنې قربانيان يې ور څېرمه ملکي روغتون او نظامي روغتون ته يووړل.

د روغتون يوه مسوول ډاکټر کريم رسنيو ته وويل، د چاودنې په قربانيانو کې لس تنه وژل شوي او شاوخوا دېرش تنه ټپيان دي، چي وايي په هغوى کې هم د څو تنو حالت نازک دى. په چاودنه کې دوه پوليس عسکر، دوې مېرمنې او يو ماشوم هم ټپي شوي دي. د بلوچستان د اطلاعاتو ايالتي وزير عبدالرحيم زيارتوال وايي:

«په رخشه يا په بايسکل کې چاودېدونکي مواد ځاى پر ځاى کړل شوي وو او بيا والوځول شو، لس بېګناه خلک پکې شهيدان شول او دېرش نور زموږ ګران ښاريان پکې زخميان شوي دي. موږ د دې ناوړې او خوړجنې غيرانساني پېښې په سختو ټکو غندنه کوو. موږ د حکومت په توګه وس کړى دى، چي په لومړي سر کې د ايالتي امنيت ښه کړو»

پوليس وايي په چاودنه کې پينځه کيلوګرامه چاودېدونکي مواد کارول شوي، چي له کبله يې ولسي بس او د چاودنې ځاى ته څېرمه ولاړ څو موټر او رکشې هم په بشپړه توګه تباه شوي دي.
دا چاودنه په داسې وخت کې شوې، چي د چاودنې ځايه ته په لږ فاصلې سره د جماعت اهلسنت والجماعت ګوند له خوا په (هاکي لوبغالي) کې يوه د (تحفظ اهل سنت کنفرانس) غونډه روانه وه، چي زرګونو تنو پکې ګډون کاوه. جماعت اهلسنت والجماعت د وسلوالې سني ډلې لښکري جنګوي سياسي ډله بلل کېږي. د دې ګوند مشر مولانا محمداحمد لديانوي په کنفرانس کې چاودنې ته په اشارې سره وويل:

«په ترهګرۍ پورې تړلي ترهګر زموږ د غونډې په پيل کې لا موږ ته نيژدې چاودنه وکړه، هغه شايد دا غوښتل چي دا کنفرانس به پاى ته ورسيږي او برخوال به يې لوبغالى پرېږدي او لاړ به شي، خو زه هغه ته په باور سره وايم، چي موږ د سولې د پيغام پيل وکړ او تا له خپل فطرت سره سم د ترهګرۍ پيل وکړ»

د چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى.

د بلوچستان اعلى وزير ډاکټر عبدالمالک بلوڅ او په ايتلافي حکومت کې شاملو ګوندونو د دې بمي چاودنې غندنه کړې او له وسلوالو يې غوښتي، چي د بېګناه خلکو له وژنو دي لاس واخلي.

رپوټ: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG