د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۳۱

که نوی افغان ولسمشر تر اګست میاشتې پورې د قدرت په ګدۍ کښینني نو...


امریکایۍ نیویارک ټایمزورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د عمومي قومندان د خبرداري په اړه یومطلب خپور کړی دی.

نیویارک ټایمز لیکي، جنرال جوزیف ډنفورډ د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو کمیټې ته ویلي چې؛ که د افغانستان نوی ولسمشر تر اګست میاشتې پورې د قدرت په ګدۍ کښینني، له افغانستانه به د نړیوالو ځواکونو وتل ستونزمن شي؛ ځکه د هغه په وینا اساسي ستونزه په سپټمبر میاشت کې رابرسیره کیږي چې؛ باید له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو د وتلو پلان عملي شي.

د ورځپاڼې له دې لیکنې سره سم، د امریکایي جنرال په نظرکه د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات ونه شي کولای تراګست پورې نوی ولسمشر قدرت ته ورسوي؛ د افغانستان اوږدمهاله ثبات به له ګواښ سره مخ شي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، د امریکا ولسمشربارک اوباما دوه اونۍ مخکې ویلي وو؛ چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره تیاری نیسي؛ خو جنرال ډانفورډ برعکس په دې اړه خبرداری ورکوي او په دې باور دی چې، د ټولو ځواکونو د وتلو په صورت کې به افغانستان بېرته خپل هغه پخواني وضعیت ته وګرځي چې؛ د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر تر یوولسمې مخکې یې درلود او طالبان به د دې هېواد ډیرې برخې تر کنټرول لاندې راولي.

د ورځپاڼې په وینا، جنرال ډانفورډ وایي، که د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شي؛ دی هیله من دی چې له اتوزرو تر دولسو زرو پورې نړیوال عسکر په افغانستان کې پاتې شي چې دا کار د امریکا د کوماندو ځواکونو د امنیت لپاره چې په سیمه کې د القاعده په وړاندې جګړې لپاره پاتې کیږي؛ ډیرمهم دی.

د جنګ او سولی انسټیټیوټ خپرونې بیا هغه مساله څیړلې چې؛ د افغانستان د ثبات پر وړاندې یوه لویه ستونزه بلل کیږي.

خپرونه لیکي، افغانستان په ورستیو کلونو کې د نړۍ د فاسدو دولتونو د فهرست په سر کې ځای نیولی او د امریکا متحدو ایالتونو او د نړۍ نورو هېوادونو خبرداری ورکړی چې؛ یواځې په هغه صورت کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي چې؛ کابل په دې برخه کې جدی اقدام وکړي.

د خپرونې په وینا، اساسي ستونزه دا ده چې، اکثره فاسده کسان یا د قدرت په لوړو څوکیو ناست دي یا د ډېرو پیژندل شویو کورنیو غړي دي چې؛ له عدلي تعقیب څخه معافیت ترلاسه کوي.

جنګ اوسولې انسټیټیوټ خپرونه د مثال په توګه د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې د یوې قضیې یادونه کوي؛ چې یوه ولسوال د غنمو د تخمونو پیسې چې د کښت لپاره بیلې شوې وې؛ ټولې خپل جیب ته اچوي او د سلګونو زرو ډالرو اختلاس سره سره له ۲۴ ساعتونو توقیف وروسته بېرته خوشې کیږي او آزادانه ژوند کوي.
XS
SM
MD
LG