د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۲۰

افغان حکومت وایي، د کابل په پغمان کې به د نوروز سیمه یېز جوړ شي


افغان حکومت وایي، چې د کابل ښار په پغمان ولسوالۍ کې به د نوروز سیمه یېز جشن د حمل په اومه نیټه جوړ شي.

د نوروز د سیمه ییزې میلې لپاره د تیارۍ نیولو کمیسون مسوولین وایي، ۱۳۹۳ کال د نوروز د سیمه ییزې میلې لپاره تیارې روانې دي.

ټاکل شوې ده د نوروز په دې سیمه ییز جشن کې د افغانستان په ګډون د دولسو هیوادونو مشران او ځینې نور مسوولین ګډون وکړي.

د پوهنې وزارت مسوولین وایي، چې د نورو میلې لپاره د پغمان د تفریحي تپې د جوړولو کار شاوخو یوولس میاشتې مخکې پیل شو، چې تر دې مهاله شاوخوا شپاړس اعشاریه څلور میلونه ډالره ورباندې لګیدلي چې د افغان حکومت له بودجې ورکول کیږي.

د نوروز دودیز جشن چې هرکال په یوه اسیايي هېواد کې د سیمې په کچه لمانځل کیږي دا ځل به د حمل په اومه نیټه په کابل کې ولمانځل شي.

دغه میله به د کابل ښار د پغمان ولسوالۍ په تاریخي او تفریحي سیمه کې ونیول شي.

د نوروز جشن لپاره د تیاری نیولو په هدف یو کمیسون جوړ شوې چې د پوهنې، کورنیو چارو، لوړو زده کړو، اطلاعات او فرهنګ، ښار جوړونې او کرنې وزارتونه یې غړي دي.

د نوروز میلې لپاره د تیارۍ نیولو کمیسون مشر ګل اغا احمدي د پنجشنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل، چې د دې میلې لپاره ټول تدابیر نیول شوي دي.

تیرکال د نوروز سیمه یېز جنش په ترکمنستان کې و.

په سیمه یېزه کچه تر اوسه په څلور هېوادونو کې لمانځل شوی چې په پنځم ځل به کابل ددې سیمه یېز جشن کوربه وي.

د احمدي په خبره په دې جشن کې به د افغانستان په ګډون د دولسو هېوادونو مشران د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او له هر هېواد نه شل تنه نور چې سپورتي لوبغاړي، سندرغاړي او ځینې نور کسان به پکې شامل وي ګدون وکړي.

په دې جشن کې به د ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان، قزاقستان، آذربایجان، ترکیې، هند او عراق مشران ګډون وکړي.

د پوهنې وزارت مسوولین وایي چې د نوروز میلې لپاره د پغمان د تفریحي تپې د جوړولو کار شاوخو یوولس میاشتې مخکې پیل شو چې تر دې مهاله شاوخوا شپاړس اعشاریه څلور میلونه ډالره ورباندې لګیدلي چې د افغان حکومت له بودجې ورکول کیږي.

د دې وزارت ویاند او د نشراتو رییس کبیر حقمل ازادي راډیو ته وویل، چې د نوروز په جشن کې به د رسمي پروګرامونو تر څنګ د افغانستان دودیزې هنري نندارې هم نندارې ته وړاندې شي.

د دې رپوټ د جوړولو لپاره د پنجشنبې په ورځ د پغمان تپې ته چیرته چې د ۱۳۹۳ کال د نوروز جشن پکې جوړیږي ولاړم.

د تپې په هره برخه کې د نوروز جشن لپاره یو شمیر نجونې او هلکان ، سندرغاړي، لوبغاړي او بزګران د تمرین لپاره راغلي وو.

نجونو او هلکانو د ګلونو ګيډې په لاسونو کې ولاړ وو، اتڼ چیانو په تمریني توګه اتڼونه کول او بزګرانو ننداره وړاندې کړه.

احمد خان ابراهیمي د پغمان په تپه کې د بزګرانو مشر دې، هغه وایي هره ورځ د سهار له اتو نه تر څلورو بجو په تپه کې د نوروز میلې لپاره تیارې نیسي.

د پوهنې وزارت مسوولین وایي، چې د نوروز میلې لپاره د پغمان قصر چې پنځه سوه کسان پکې ځایيږي بیا رغول شوی، په تپه کې د پارکینګ جوړ شوی چې شپږ سوه موټر پکې ځایيږي او همدا راز د درې هلیکوپترو لپاره هم ځای جوړ شوې دې.

خو ددې جشن د امنیت ټینګول چې د سیمې یو شمیر هیوادونو مشران یا جګپوړي چارواکي به پکې ګډون وکړي، افغان حکومت ته یو لوی چلنج دی.
XS
SM
MD
LG