د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

اوباما: نړېواله ټولنه به په کلکه د اوکرایین د نوي حکومت شاته ودریږي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون په واشنګټن کې د اوکرایین له نوي صدراعظم ارسني یاتسینیوک سره وکتل.

ولسمشراوباما ټینګار وکړ، چې د اوکرایین او روسیې ترمنځ په روانه سیاسي لانجه کې، د امریکا متحد ایالات د اوکرایین د نوي حکومت بشپړ ملاتړ کوي.

اوباما وویل، که چېرې ولادیمیرپوتین د اوکرایین د خاورې خپلواکۍ ته درناوی ونه کړي، مسکو به یې بیه پرې کړي:

″موږ ډير واضح ویلي، چې په کریمیا کې د روسیې مداخله د نړېوالو قوانینو څخه سرغړونه او پر هغو نړېوالو موافقو تیری ګڼو، چې روسیې امضا کړی دی.

موږ دا کار د اوکرایین د خاورې پر بشپړتیا او د دې هېواد پر استقلال تیری ګڼو.″


جمهور ریس بارک اوباما ډاډ څرګند کړ، چې نړېواله ټولنه به په کلکه د اوکرایین د نوي حکومت شاته ودریږي.

د اوکرایین صدراعظم ارسني یاتسینیوک هم پرون وویل، چې کییف له مسکو سره خبرو ته تیار دی خو هیڅکله به د اوکرایین د خاورې د بشپړتیا د ساتنې لپاره په مبارزه کې تسلیم نه شي:

″دا د ازادي مساله ده. موږ د خپلې ازادي او د خپلواکۍ لپاره جنګیږو او موږ به هیڅکله تسلیم نه شو.″

پرون د نړۍ اوو سترو اقتصادي قدرتونو جرمني، کاناډا، فرانسې، ایټالیا، جاپان، بریتانیې، امریکا، اروپايي کمیسیون او اروپايي شورا په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، چې که روسیه له اوکرایینه د کریمیا د جلا کولو لپاره مداخله بنده نه کړي، د نړېوالو له عکس العمل سره به مخامخ شي.

د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل خبرداری ورکړ، چې که د اوکرایین د بحران د حل لپاره دپلوماتیکو هڅو تر راتلونکې اونۍ اغیز ونه کړ، اروپايي اتحادیه به د روسیې او اوکرایین پر یو شمېر چارواکو ځانګړي بندیزونه ولګوي:

″موږ تقریبا یوه اونۍ مخکې وویل، چې که د بحران د حل لپاره دپلوماسي په څو ورځو کې بریالۍ نه شي، باید د بندیزونو دوهمه دوره په پام کې ونیسو.

دا دې شپږ ورځې تیرې شوې او موږ باید دا ومنو چې خاص پرمختګ نه دی شوی.″


انګیلا میرکل په دې اړه د تماس د یوې ډلې د رامنځ ته کولو خبره هم وکړه.

میرکل پرون د پولنډ له صدراعظم سره وکتل.

میرکل وویل، چې راتلونکې اونۍ به د اروپايي اتحادیې د مشرانو په غونډه کې د اوکرایین او اروپايي اتحادېې ترمنځ د یوې ډیرې مهمې موافقې سیاسي اړخ لاسلیک شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري هم پرون وویل، چې لندن ته به ځي او د روسیې د بهرنیوچارو له وزیر سرګې لاوروف سره به ګوري.

دا به د اوکرایین د بحران د سیاسي حل لپاره د امریکا د هڅو برخه وي.

پرون د امریکا سنا د بهرنیو اړیکو کميټې هغه لایحه تایید کړه چې د اوکرایین نوي حکومت ته یو میلیارد ډالر پور ورکوي.

دا لایحه واشنګټن ته صلاحیت ورکوي چې د هغو روسي چارواکو لپاره اقتصادي مجازات وټاکي چې په کریمیا کې په پوځي مداخله کې لاس لري.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې دا سند په څوارلسو موافقو او دریو مخالفو راییو تایید کړ خو په قانون د بدلیدو لپاره باید د سنا د ټول مجلس او د استازو جرګې تایید واخلي.
XS
SM
MD
LG