No media source currently available
په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا نۍ له افغان حکومته وغوښتل، چې د خبریالانو ژوند خوندي کړي. د دې ادارې مسوولانو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، که خبریالان ډاډه نه شي او کاري فضا ورته سمه نه وي نو ممکن رسنۍ له انتخاباتو نه هم ښه خبري پوښښ ونه لري.