د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۲۱

راتلونکو انتخاباتو ته د طالبانو وروستی ګواښ


د افغانستان راتلونکو انتخاباتو ته د طالبانو د وروستي ګواښ په اړه څو لویدیځو ورځپاڼو لیکنې خپرې کړي دي.

انډپنډنټ:

انډپنډنټ ورځپاڼه لیکي، چې طالبان دغه انتخابات یوه امریکایي دسیسه ګڼي او ګواښ یي کړی چې د مخنیوي لپاره یې له هرې ممکنې وسیلې کار اخلي.

ورځپاڼه زیاتوي:

په داسې حال کې چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي، راتلونکي انتخابات د افغانستان د ارامی او ثبات د څرنګوالي په هکله یو دلیل وړاندې کولای شي.

انډپنډنټ لیکي: طالبانو له خپل وروستي ګواښه مخکې هم د انتخاباتو په ارتباط د څو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی.

ورځپاڼه تیره میاشت په هرات کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي مبارزې په کار کوونکو برید او په همدغه ښار کې په اسمعیل خان باندې حملې ته اشاره کوي او لیکي، چې په کندز کې هم د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په یوه کارکوونکي برید شوی.

وال سټریټ ژورنال:

خو وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي، سره له دې چې د طالبانو د ګواښ د اعلامیي د خپریدو په ورځ په هرات کې د یوې چاودنې له امله دوه پولیس مړه او د یوه انتخاباتي کمپاین درې غړي ټپيان شول، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمسیون چارواکي د طالبانو ګواښ کم اهمیته ګڼي.

ورځپاڼه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مشر، یوسف نورستاني له قوله وايي، چې توقع کیږي چې اته میلیونه خلک په دغو انتخاباتو کې برخه واخلي او د خلکو ګډون به د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو په نسبت ډیر اوچت وي.

یوسف نورستانی استدلال کوي، چې په راتلونکو انتخاباتو کې څلور ډیر پیاوړي کاندیدان سره سیالي کوي او دوی هر یو ډیر پلویان لري.

هغه ویلي، چې په سلو کې پنځوس امکان لري چې راتلونکي انتخابات دوهم پړاو ته ووځي، چې هغه به هم د می د میاشتي په پای یا د جون د میاشتې په پیل کې ترسره شي.

وال سټریټ ژورنال زیاتوي، چې که چیری د افغانستان راتلونکي انتخابات په بریالۍ توګه ترسره شي نو په دغه هېواد کې د واک د ولسي بدلون لپاره لومړنۍ زمینه برابروي، خو که چیرې د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو په څیر د درغلیو او زور زیاتي ښکار شول نو په داسې حال کې چې امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي، د انتخاباتو نتیجه به یاغیان پیاوړي کړي.

کریسشین ساینس مونیتور:

بل خوا کریسشین ساینس مونیتور ورځپاڼه لیکي: سره له دې چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو ډاډ ورکړی، چې د انتخاباتو په ورځ به د رايي ورکولو ۹۵ فیصده مرکزونه پرانیستي وي خو بیا هم په دې اړه له مودې راهیسي اندیښنې شته.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مشر ضیاءالحق امرخیل ورځپاڼې ته ویلي دي، چې د امنیت په برخه کې موږ د افغانستان په امنیتي ارګانونو تکیه یو، خو دا څرګنده ده په ځینو سیمو کې به د جنګ جګړو سره سره انتخابات ترسره شي. هغه ویلي دې چې موږ له انتخاباتو پرته بله کومه لار نه لرو.
XS
SM
MD
LG