د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

"په پکتيا کې د ولسمشر فرمان نه منل کيږي"


په ولسي او مشرانو جرګه کې د پکتیا د خلکو استازي وايي چې په دې ولايت کې ځينې ريسان، امرين او ولسوالان د قانون خلاف کړنې ترسره کوي او هغه کسان چې د ولسمشر دفرمان په اساس سيمه اييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ازاد رقابت له لارې ګټونکي اعلان کړي او د مقررۍ فرمان په لاس لري،دندو ته نه پرې ښودل کيږي.

په ولسي او مشرانو جرګو کې د پکتيا ځينې استازي وايي چې ځينې ريسان پرته له دې چې د ولسمشر فرمان ترلاسه کړي، کلونه، کلونه په خپلو څوکيو په غيرقانوني ډول ناست دي، او هغه کسان چې د ولسمشر فرمان هم لري د والي له لوري په مقررو شويو څوکيو نه منل کيږي، چې په خبره يې دا کار د اساسي قانون خلاف دی.

په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازی مجيب الرحمن څمکنی وايي ولايتي اداره يې اساسي قانون ته غاړه نه ږدي او هر هغه څه چې قانون يې امر کوي ولايتي اداري چارواکي ترې بې پروا دي او د قانون په خلاف کارونه ترسره کوي:

”دا سرپرستي د اساسي قانون خلاف خبره ده، د دوو مياشتو څخه اضافه سرپرست پاتې کېدل د قانون خلاف کار دی، دوی که ښه کوي که بد دا ټول د قانون خلاف دي“

نوموړی دا هم وايي سره له دې چې ډېر ريسان او ولسوالان په غير قانوني ډول په خپلو څوکيو کې له کلونو راهيسې دنده اجرا کوي،د ډېرو ادارو ريسان په ښکاره فساد کې ښکېل دي، خو په اړه يې لوړپوړې ولايتي او مرکزي اداره څارنواليو ته د دوسيو سپارلو هېڅ ډول اقدام نه کوي.

په مشرانو جرګه کې د پکتيا د خلکو استازی سناتور عبدالحنان حقويون هم وايي چې ولايتي اداره يې په فساد کې ښکېل ده او په پوسټونو کې هغه کسانو ته ځای نه ورکول کيږي چې اداري اصلاحاتو له لوري په ازاد رقابت کې بريالي اعلان شوي او د ولسمشر فرمان په لاس لري او په خبره يې په پکتيا کې د ولسمشر فرمان نه منل کيږي :

”ډېر ريسان مقرر شوي دي، راځي فرمان راوړي خو جناب والي صاحب يې فرمان نه مني، دلته دی په خپله يو ريس جمهور دی، ځانته يو فکر کوي چې د پکتيا له پاره چې يو بېل ملک دی، دا ځانته ملک نه دی دا افغانستان يو ولايت دی، څو ريسان چې مقرر شوي، هغه يې په خپلو وظيفو نه دي پرې اېښي،درې کسه ولسوالان په ولايت کې حاضري امضا کوي، هغه خپلو وظيفو ته نه پرېږدي“

نوموړي دا هم وويل په پرلپسې ډول يې يادې ستونزې مرکز ته رسولې دي، خو ولسمشرۍ دفتر پکتياوالو ته په حق ورکولو کې ناغېړي کړې او د دوی ستونزو ته د ستونزو په سترګه نه ګوري او د يو هېر شوي ولايت په سترګه ورته ګوري.

کله چې ازادۍ راډيو دغه پوښتنې د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر له مسول روح الله سمون سره شريکې کړې نو هغه نورې پوښتنې بې ځوابه پرېښودې او يوازې يوې مشخصې پوښتنې ته په ځواب ورکولو سره چې ولې تر دې دمه سرپرست ريسان په دندو کې په غيرقانوني ډول پاتې دي وويل :

”د وزارتونو اړوند کوم رياستونه چې په ولايتونو کې دي، دوه يم بست دي،د دې د تقرر صلاحيت په خپله له ولسمشر سره وي، خو اوس چې د ملکي خدمتونو اداره په روان نظام کې جوړه شوې هغوی، اړوند ادارې اعلان ته سپاري او هغه ريسان پاتې کيږي“

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې په مشرانو او ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازي تور پورې کوي چې ولايتي اداره کې د ولسمشر فرمان نه منل کيږي؛ هغه ولسوالان او اداري کسان چې دولسمشر فرمان په لاس لري په دندو نه پرېښودل کيږي،چوپه خوله پاتې شو او ويې نه غوښتل څه ووايي.

د پکتيا د خلکو استازي په ولايتي اداره په داسې حال کې دا تورونه پورې کوي چې د مرکزي ادارې څخه د ښاروال په ګډون ډېرو رياستونو او امريتونو ته د ولسمشر په فرمان اميران، ځينو ولسواليو ته ولسوالان معرفي شوي، خو د ولايتي ادارې له لوري دا فرمانونه رد او پخواني اداري کارکوونکي په خپلو ځايونو په غير قانوني ډول پاتې دي.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د پکتيا ځينو خلکو کنفرانس ورکړی وو چې والي يې د ولسمشر له فرمان څخه سرغړونه کوي او د ولايت مقام دننه د ولسمشرۍ د يو مشخص کانديد په ګټه کار کوي.

راپور- ازادۍ راډيو
XS
SM
MD
LG