د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۴۹

نواز شریف په "تار" سیمه کې له متاثره شویو خلکو سره د مرستو ژمنه وکړه


د پاکستان صدراعظم نواز شریف د سند صوبې په قحطۍ ځپلي سیمه تار (Thar) کې له متاثره شویو خلکو سره د سل میلیونو پاکستاني روپیو مرستې ژمنه وکړه.

رپوټونه وايي، په دې وچه او بیدیايي سیمه کې قحطي خلک تر شدید فشار لاندې کړي او تر اوسه لږ تر لږه شپیته ماشومان د لوږې له امله مړه شوي دي.

تار د پاکستان د سند صوبې له مرکزي ښار کراچۍ څخه په درې نیم سوه کیلومتره واټن کې پرته سیمه ده چې صحرايي طبیعت لري او ډيره برخه یې دښتې دي.

په دې سیمه کې سږ کال د باران د کموالي له امله شدیده وچکالي راغلې او حکومتي ادارې نه دي توانیدلي چې خلکو ته د مرستې عاجل مواد ورسوي.

صدراعظم نواز شریف په تار (Thar) کې د خلکو د استازو سره وکتل او د دې کوچنیانو په مړینه یې خواشیني څرګنده کړه.

نواز شریف وویل، د هغو چارواکو او ادارو سره به چې سیمې ته یې د عاجلو مرستو په رسولو کې سستي کړې، حساب وشي:

″د دې مسولین به عدالت ته ودرول شي. ″

پاکستاني چارواکو وویلي، چې د کوچنیانو د مړینې په اړه څيړنې کوي باید څرګنده کړي چې ولې په ( Thar) کې قحطۍ ځپلو ماشومانو ته کافي خوراکي مواد نه وو رسول شوي.

د ازادۍ راډیو خبریال د سیمه يیزو چارواکو په حواله وايي، چې په تار کې د وچکالۍ او خوراکي موادو د قحطۍ له امله د هر مړه شوي ماشوم کورنۍ ته به دوه لکه پاکستاني روپۍ او د هر ناروغ ماشوم کورنۍ ته به یو لک پاکستانۍ روپۍ مرسته کوي.

سیمه يیزو چارواکو ویلي، چې وچکالۍ د خلکو زیات څاروي هم مړه کړي او په تار کې د دې بحران د مخنیوی لپاره د واکسین ډلې ور استول شوې دي.


د ازادي راډیو خبریال له سیمې په خپل رپوټ کې وايي، چې په تار کې زیات کوچنیان د خوراکي موادو د کموالي په خاطر په مختلفو ناروغیو اخته دي.
XS
SM
MD
LG