د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳ وری ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۵۵

ویسا: یو وطندوست له موږ جدا شو


د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې خپلې سرمقالې د جمهور رییس د لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم د مړینې په اړه لیکلي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي چې، نوموړي هیله درلودله چې په هېواد کې سوله راشي.

په سرمقالې کې د محمد قسیم فهیم د یوې وینا یوه برخه راخیستې چې ویلي یې وو؛ که په هېواد کې سوله رانشي او جګړه ادامه پیدا کړي؛ بالاخره په هېواد بې ثباتي حاکمیږي.

ورځپاڼې لیکلي، هغه په دې باور و چې، له انتخاباتو پرته په هېواد کې بل بدیل نشته او ټول خلک باید په راتلونکو انتخاباتو کې برخه واخلي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې لیکلي چې؛ یو وطندوست له موږ جدا شو.

په سرمقالې کې راغلي چې محمد قسیم فهیم په وروستیو درېیو لسیزو کې د ولس په ویرونو او ویاړونو کې خپل رول درلود.

ویسا لیکلي مارشال فهیم د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه څو ځلې د لانجمنو سیاستونو په وړاندې دقیق او مسوولانه دریځونه نیولي دي چې؛ د هېواد د وروستیو کلونو په تاریخ کې به یې دغه رول په یاد وساتل شي.

محور:

محورورځپاڼې لیکلي، که څه هم د مارشال فهیم د مړینې د اغیزو په اړه بیلابیل تحلیلونه کیږي؛ خو په راتلونکو انتخاباتو به کومه اغیزه ونه لري.

د سرمقالې د لیکوال په باور ځکه چې انتخاباتو ته لږ وخت پاتې دی او مارشال فهیم ملګرو او سیالانو لا له مخکې خپل مسیر ټاکلی دی.

په سرمقالې کې راغلي چې د ولسمشر حامد کرزي د دولسو کلونو د حکومت نیک نامۍ او بدنامۍ قسیم فهیم ته هم ور ګرځي.

محور لیکلي چې نوموړی د سولې پلوی و.

په سرمقالې کې راغلي چې، فهیم د امنیتي تړون په اړه د ولسمشر کرزي د وروستي دریځ ملاتړ هم کاوه.

هېواد:

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی افغان ولس په ستر ملي ماتم کې.

په سرمقالې کې راغلي ولسمشر حامد کرزي د مارشال فهیم په ژوند کې په روانې کب میاشت نوموړي ته د ژوند تر پایه د امتیازاتو او حقوقو ورکولو یو حکم صادر کړ.

د سرمقالې له مخې په دې حکم کې د جهاد او مقاومت په دوران کې د مارشال فهیم د خدمتونو او له خاورې څخه په دفاع کې د هغه د رول ستاینه شوې.

هېواد لیکلي چې د ولسمشر په فرمان کې راغلي و چې؛ مارشال فهیم به د ژوند تر پایه د مارشالۍ له حقوقو او امتیازاتو او په رسمي او دولتي غونډو کې له رسمي موقف څخه برخمن وي.

خو د سرمقالې په پای کې راغلي چې؛ د مارشال فهیم مړینه د ولس لپاره لویه ضایعه شوه.
XS
SM
MD
LG