د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

"د امریکایي او افغان ځواکونو نوی ماموریت"


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د افغانستان په اړه په یوه مطب کې لیکي، په داسې حال کې چې د افغانستان د انتخاباتو لپاره یواځې څو اونۍ پاتې دي، امریکایي او افغان ځواکونو په یوه نوي ماموریت تمرکز کړی دی.

دوی غواړي په لیرې پرتو سیمو کې چې ناکرارې دي، خلک دې ته هڅوي چې رایې ورکړي.

واشنګټن پوسټ لیکي، د جمهوري ریاست دغه انتخابات مهم دي او کولای شي چې د افغانستان په تاریخ کې یو نوی باب پرانیزي.

د دغو انتخاباتو په نتیجه کې به په دې هېواد کې قدرت د لومړي ځل لپاره په سوله ییز ډول انتقال شي.

خو د ورځپاڼې په وینا که طالبان د حمل په شپاړسمه په انتخاباتو کې د افغانانو د رایې ورکولو مخه ونیسي، د دغو انتخاباتو مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راشي او هېواد به د بحران پر لوري بوځي.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي، په زابل ولایت کې د امریکایي ځواکونو د کنډک قومندان ډګروال ایریک لوپیز خپلو ځواکونو ته مخکې له دې چې د هلیکپټرو په ذریعه د دې ولایت یوې لیرې پرتې سیمې ته واستول شي، ویلي چې دا به د دوی وروستی تر ټولو خطرناک ماموریت وي.

د ورځپاڼې په وینا د امریکایي ځواکونو نهه میاشتنی مشورتي ماموریت چې مخ په ختمیدو دی، هدف یې د انتخاباتو لپاره د امن په ټینګښت کې د افغان ځواکونو ملاتړ دی.

د امریکایي ځواکونو د کنډک د اصولو تګ لاره پردې جملې څرخي: که مساله د انتخاباتو وي باید افغانان په دی پروسه کې ناکام نه شي.

خو د واشنګټن پوسټ له دې لیکنې سره سم په داسې حال کې چې دغه ځواکونه به د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې د څو ورځو لپاره د لټون عملیات کوي، د سیمې اکثره اوسیدونکي ډیر له دې بیریږي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

د عبدالروف په نوم د زابل یوه اوسیدونکي دې ورځپاڼې ته ویلي چې طالبان به یې کلي ته په پسرلي کې بیرته راشي. د عتیق الله په نوم یو بل اوسیدونکی وایي، تاسو نه شی کولای چې دا سیمه امن کړی.

کاناډایي تورنتو سن ورځپاڼې بیا له افغانستانه د کاناډایي ځواکونو د وتلو پرموضع یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼې د جنرال ډین میلنر له قوله لیکلي، چې وایي کله چې کاناډایي ځواکونه راتلونکې اونۍ خپل بار او بسترې تړي او له دې هېواده د وتلو تکل کوي داسې یو افغانستان ترشا پریږدي چې د ده په وینا کاملا بیخي له هغه څه سره به توپیر ولري چی کله دوی په ۲۰۰۱ کال کې د لومړي ځل لپاره دې هېواد ته راغلل.

دغه جنرال دې ورځپاڼې ته ویلي چی کاناډایي ځواکونو د افغانستان په امن کولو کې مهمه ونډه اخیستې، کوچینیانو ته یې د زده کړې زمینه برابره کړې چې اوس نژدی اته میلیونه زده کوونکي ښوونځیو ته ځي.

په اوس وخت کې د کاناډا له سلو کم پوځیان افغان امنیتي ځواکونو ته د طالبانو په وړاندې جګړه کې روزنه ورکوي.

کاناډایي ځواکونه چي ډیری یې په کندهارکې دیره و، په ۲۰۱۱ کال کې د جګړې له لومړۍ کرښې په شاشول چې دغه مسولیت اوس د افغان امنیتي ځواکونوپه غاړه دی.

په کندهار کې د نا امنیو په اوج کې د کاناډایي محارب ځواکونو شمېر له دوزرو زیات و.

د ورځپاڼې په وینا له ۲۰۰۱ کال راهیسې کاناډایي ځواکونو ته د تلفاتو شمیر۱۵۸ تنو ته رسیږي چې ډیری عسکریې د سړک د غاړې بم چاودنو کې وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG