د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۲

د امنيتي موافقې په لاسليک کې ځنډ به طالبان زړور کړي


نړېوالو ورځپاڼو د افغانستان د امنیت او د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون د ځنډ او د هغه د اغیز په اړه مطالب خپاره کړي دي.

واشنګټن ايګزاماينر ورځپاڼې ليکلي چې؛ د ۲۰۱۲ کال د مې او د ۲۰۱۳ کال د مې د مياشتو ترمنځ د امريکا پوځ په افغانستان کې د ناامنۍ او غير دقيق ثبت او کنټرول له کبله ۵۸۶ مليون ډالره بايللي دي.

د ورځپاڼې له مخې امريکايي پوځيانو وسلې او نور حساس معلومات هم له لاسه ورکړي دي.

واشنګټن ايګزاماينر ورځپاڼې د امريکا د دفاع وزارت د سرمفتش له قوله ليکلي چې؛ پوځ او ملکي قراداديان د هغو ګودامونو، چې مهمات او وسلې ساتل کېږي څارنه کوي.

سرمفتش وايي چې، د وسايلو د ليستونو په کنټرول کې ستونزې له دې سره سره دوام کړي چې؛ د هغو د محاسبې او امنيت په اړه ليکلي راپور هم ورکړل شوي و.

د دفاع وزارت سرمفتش وايي، د امنيت نشتوالي هم حساس او محرمانه وسايل له خطر سره مخامخ کړي دي.

پينيزويلا ورځپاڼې بيا تر دې سرليک لاندې، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي موافقې په لاسليک کې ځنډ به طالبان زړه ورکړي؛ د امنيتي موافقې د نه لاسيلکېدو په اړه د افغانانو اندېښنې ته په اشارې ليکلي چې؛ د ولسمشر کرزي له لوري د امنيتي موافقې نه لاسليک کولو يا د لاسليک ځنډولو د افغانانو په منځ کې ژوره بې اطميناني رامنځته کړې ده.

ورځپاڼه وايي، له همدې کبله په افغانستانه کې د جنسونو بيې په لوړېدو دي او ډېر شتمن افغانان بهرنيو هيوادونو ته ځي او هغوي چې بهر ته د تلو وس نه لري سخت اندېښمن دي.

ورځپاڼه ليکي، افغانان وېره لري چې که امريکايان ووځي، هيواد به يې کټ مټ په هغسي يوه بله کورنۍ جګړه کې ښکېل شي چې په ۱۹۸۹ ميلادي کال د شوروي اتحاد د پوځونو له وتلو وروسته ښکېل شوي و.

پينيزويلا ورځپاڼې د امنيتي موافقې په صورت کې د امريکايي پوځيانو د فعاليت او ماموريت د څرنګوالي له تشريح کولو وروسته ليکلي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم ممکن د امنيتي موافقې د نه لاسليکولو لپاره خپل دلايل ولري.

ورځپاڼه اټکل کوي چې کرزي، د دې لپاره چې د امريکا له لوري د طالبانو د رژيم له پرزولو وروسته واک ته ورسول شو، د امريکا ملاتړي بلل کېږي. کرزي ښايي له امريکا سره د مخالفت له لارې هڅه کوي خپله خپلواکي، بېطرفي او زړه ورتيا ثابته کړي او د دې ترڅنګ ښايي غواړي چې په دې توګه تر پايه د هيواد د پاليسيو د جوړولو په پرېکړو کې شريک پاتې شي.
XS
SM
MD
LG