د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۲۶

جګړو او ناامنه حالاتو ښځې درې چنده اغېزمنې کړې دي


په پاکستان او افغانستان کې خرابو امنيتي حالاتو او جګړو تر بل هر چا مېرمنې زياتې اغېزمنې کړې دي. په کوټه کې د اروايي ناروغۍ يو متخصص ډاکټر وايي، تر پخوا درې چنده داسې ښځينه ناروغانې د درملنې لپاره ورځي، چې جنګي حالاتو ورباندې مستقيم اغېز کړى دى.

د تېرو کلونو غوندې سږ کال هم د ښځو نړيواله ورځ د بېلابېلو سېمينارونو په ترڅ کې و لمانځل شوه. دا ځل د مذهبي اقليتونو په استازيتوب "له دېوالونو پرته ښېګړه" يا (Al-Falah without Walls) موسسې له خوا هم د ښځو نړيواله ورځ و لمانځل شوه، چې ګڼ شمېر عيسوۍ مېرمنو پکې برخه اخيستې وه. د دې موسسې يوه مشره راحيله الياس وايي، خرابو امنيتي حالاتو ښځې په اروايي لحاظ زياتې اغېزمنې کړې دي:

«يوه ښځه که له مذهبي اقليتونو وي، که د ټولنې له اکثريت څخه وي هغه اغېزمنه ده، ښکاره خبره ده چې په چاودنو او نورو پېښو کې نارينه هم خوندي نه دى، نو د ښځې عزت به څنګه خوندي وي، په داسې حالاتو کې ښځه کله له کوره دباندې د حالاتو مقابله کولاى شي. د کار په ځاى کې تر ډار او فشار لاندې وي، جنسي تشدد ورباندې کېږي، دې ته پام سره په ټولنه کې داسې جرمونه پېښېږي، چې له امله يې ښځه پرمختګ نه شي کولاى او هغه په اروايي ناروغۍ اخته کېږي»

د تحريک انصاف ګوند د ښځو د څانګې مشره سکينه عبدالله وايي، د ترهګرۍ او مذهبي افراطيت له امله په خلکو کې زغم ختم شوى او په خلکو کې تشدد زيات شوى دى، چې له امله يې د ښځو ژوند زيات زيانمن شوى دى. وايي تر څو چې ترهګري نه وي ختمه شوې، ښځې به له جګړو څخه اغېزمنې وي:

«په ټولنه کې تر ټولو ښځه زياته اغېزمنه ده، کوشنيان د دوى له غاړې دي، چې کله يو نارينه په جګړو کې مړ شي، د کور کارونه، خرڅونه، تعليم او صحت دا ټول شيان ښځو ته ور پاته کېږي، زما په نظر په ترهګرۍ، بنيادپرستۍ او هر ډول مذهبي او ټولنيزو جګړو ښځې تر هر چا زياتې متاثره کېږي»

په کوټه کې د اعصابي ناروغۍ متخصص ډاکټر غلام رسول وايي، د جنګ- جګړو او بې وزلۍ له امله په ښځو کې د ژور خفګان او اعصابو ناروغۍ تر پخوا درې چنده زياتې شوې دي، چې له امله يې ښځې په نشو اخته شوې او د ځانوژنې پېښې پکې زياتې شوې دي:

«په خاص ډول ښځې ډېرې زياتې تر فشار لاندې وي، ځکه په هغوى کې ذهني ناروغۍ تر پخوا زياتې شوې دي. يو ژور خفګان او بل وهمونه او وارخطايۍ پکې زياتې شوې دي، تشويشونه ډېر ورسره وي، هر وخت په فکر کې وي او دا محسوسوي چې ماته څه مصيبت را پېښېدونکى دى. ښځې چې د بل چا له زوى، لور او خور سره له کومې پېښې خبرېږي، دوى هم محسوسوي، چې هسې نه له ما سره داسې وشي. ځينو ښځو پخوا اعصابي ناروغۍ درلودې، اوسنيو حالاتو يې زړې ناروغۍ را برسېره کړي»

ډاکټر غلام رسول وايي، تر څو چې په دې سيمه کې جګړه وي، ښځې او ماشومان به ورڅخه ډېر اغېزمن کېږي. وايي په پاکستاني رسنيو کې خصوصاً په ټلويزنونو کې د بمي چاودنو او ځانوژونکيو بريدونو پېښې چې په ژوندۍ بڼه ښوول کېږي، دا په انسانانو کې د وحشت او تشدد عنصر زياتوي، رسنۍ بايد د جنګ جګړو او چاودنو د خبرونو لپاره داسې تګلاره جوړه کړي، چې د خلکو پر ذهنونو ناوړه اغېز ونه کړي.

رپوټ: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG