د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

"د ښځو د حقونو له نوم سره پروژوي چلند کیږي"


د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د مارچ د اتمې نیټې یا د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسبت مقالې او تبصرې خپرې کړي.

محور:

محور ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې؛ یوازې په ښارونو کې په سیاست، اقتصاد او ټولنیزو چارو کې ښځو یو څه پرمختګ کړی او په لرو پرتو سیمو کې یې وضعیت هماغه پخوانی دی.

په سرمقالې کې راغلي د ښځو د حقونو له نوم څخه تر ډیره د یوه شعار په توګه استفاده کیږي او له دې مسالې سره پروژوي چلند کیږي.

محور لیکلي، اوس هم ښځې لومړنیو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري او له اقتصادي پلوه د نارینه د اوږو بار دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې د ښځو نړېواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې؛ سږ کال په دې هېواد له ښځو سره د تاوتریخوالي ډیرې شدیدې پیښې وشوې.

په سرمقالې کې راغلي، په وروستیو څو اونیو کې د هېواد په شمال کې دوو کسانو د خپلو میرمنو شونډې او پوزې پرې کړې.

ورځپاڼې لیکلي چې، د ښځو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې تېر لمریز کال په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي څه باندې څلور زره پنځه سوه پيښې ثبت شوي دي.

د سرمقالې د لیکوال په باور له ښځو سره تر دې ډیر تاوتریخوالی شوی ځکه د افغانستان یوه دودیزه ټولنه ده او که په ډیرو ښځو ظلم هم وشي؛ کومې رسمي مرجع ته شکایت نه کوي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې؛ په تیرې یوې لسیزې کې د افغانستان میرمنې په بیلابیلو دولتی او غیر دولتي برخو کې وځلیدلې.

ورځپاڼې لیکلي چې، له دې پرمختګونو سره سره لا هم د افغانستان له یو شمېر ښځو سره تاوتریخوالي کیږي.

په سرمقالې کې اقتصادي فقر او ځینې ناوړه دودونه په ټولنه کې له ښځو سره د تاوتریخوالي مهم عومل بلل شوي دي.

د ورځپاڼې په پای کې راغلي، که اړوند ارګانونه له ښځو سره تاوتریخوالي کوونکو ته سخته سزا ورکړي او له بلې خوا دیني عالمان، مدنې ټولنې، رسنۍ او ځوانانو خلکو ته تبلیغ وکړي؛ نو دا تاوتریخوالی به راکم شي.

سرنوشت:

د سرنوشت ورځپاڼې سرمقاله په لوګر ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بمباري کې د ملي اردو پنځو عسکرو د وژل کېدو او اولسو نورو د ټپي کېدو په اړه ده.

سرنوشت لیکلي دا پېښه د کونړ له پیښې سره چې طالبانو په کې یوویشت عسکر ووژل کوم توپیر نه لري خو توپیري چلند ورسره وشو.

په سرمقالې کې راغلي په افغانستان کې دننه مدني ټولنې؛ رسنۍ، کارپوهان او آن دولت په لوګر کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د ملي اردو د عسکرو د وژل کېدو په اړه چوپه خوله پاتې شول.
XS
SM
MD
LG